کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د کانکور پايلې به نن له غرمې وروسته اعلان شي او څرګندوي چې ٥٥ زره تنه د لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي او ٣٠ زره نور نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست مرستيال اخترمحمد عبير د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د لوړو زده کړو موسسو په کانکور ازموينه کې ٢٥٤ زره کسانو ګډون کړى و.
هغه وايي چې د کانکور د پايلو په اړه به نور جزئيات نن له غرمې وروسته د دغه وزارت له خوا اعلان شي.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د کانکور ازموينې له لارې ٣٠ زره زده کوونکي نيمه لوړو زده کړو موسسو او شاوخوا دېرش زره نور د پوهنې وزارت له لارې نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذبېږي.
تېر کال د کانکور ازموينې د ٢٥٤ زره ګډونوالو له ډلې ٥٥ زره د لوړو زده کړو موسسو او شاوخوا ٦٠ زره نور د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شوي وو.
د پوهنې وزارت د خپرونو رياست مرستيال عبدالصبور غفراني هم وويل چې د نيمه لوړو زده کړو موسسې له پنځوس زرو څخه د زياتو محصلينو د جذب ظرفيت لري.
د روان کال د کانکور ازموينې د پايلو جزئيات وروسته له پژواک څخه ترلاسه کړئ.









