منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

شل علمي اثار د چاپ په ګاڼه وپسولل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٣): د ملي تحريک ټولنې له لوري شل علمي کتابونه په يوځايي ډول چاپ او خپاره شول او د راتلونکي کال لپاره د سلو نورو کتابونو د چاپ ژمنه وشوه.

د دې کتابونو پرانيست غونډه، نن د کب په ٢٨مه، کابل ښار کې “خپل ملت ته د ملي تحريک ډالۍ: شل عنوانه علمي اثار” تر سرليک لاندې ترسره شوه.

د يادې ټولنې مشر پوهنوال محمد اسماعيل يون په دې ناسته کې وويل، چې دا کتابونه په ديني، ارواپوهنې، طبي او يو شمېر نورو برخو کې د بېلابېلو ليکوالو له لوري کښل شوي دي.

ده زياته کړه، دا ټول کتابونه د هېوادوالو په مرسته چاپ شوي ، خو وړيا به نه وېشل کېږي، چې له چاپ سربېره د سي ډي په بڼه او هم د تحريک په وېبپاڼه کې چمتو شوي، چې مينه وال يې کولى شي، له دې لارې يې مطالعه کړي.

د هغه په وينا، دا يوه اساسي، علمي او مثبته لړۍ ده، چې په راتلونکي کال (١٣٩٤) کې هم په پام کې لري، چې لږ تر لږه سل عنوانه نور کتابونه هم د چاپ په ګاڼه وپسولي.

د سرحدونو او قبايلو چارو پخواني وزير محمد اکرم خپلواک وويل، که خپله ژبه په علمي او اقتصادي برخو کې بډايه کړو، نو شته ستونزې به مو يو څه راکمې شي.

نوموړي د يادو کتابونو د چاپ لړۍ د قدر وړ وبلله، خو وايي، دا بسنه نه کوي، ځکه په هېواد کې مو کلتوري يرغل په نه محسوسېدونکي ډول روان دى او په دې برخه کې علمي کړۍ او سوداګر بايد د افغاني کلتور په بډاينه کې مرسته وکړي.

هغه دغه راز څرګنده کړه، چې د رسنيو له لارې دې هم د افغاني کلتور په غنامندۍ کې هراړخيز اقدامات وشي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت بيا وويل، چې د هر کتاب په چاپ سره په علمي ډګر کې يوه تشه ډکېږي.

ده زياته کړه، سره له دې چې يوه نړيواله دسيسه او نسل وژنه روانه ده، خو لا هم داسې حرکتونه شته، چې د فرهنګ په ډګر کې د قدر او ستاينې وړ کارونه کوي.

د فکر او عمل جرګې غړي محمد حليم فدايي وويل، چې افغانانو د جګړې په ډګر کې برياليتوب ترلاسه کړى، خو سياسي ډګر يې بايللى او دا برياليتوب د فکر مديريت ته اړتيا لري، چې له نېکه مرغه، يادې ټولنې دغه کار پلى کړى دى.

د ملي تحريک يوه غړي مجيب الرحمن لحاظ، پژواک اژانس ته وويل، چې تحريک په خپل دوه کلن عمر کې د پام وړ کارونه کړي او يو له هغو څخه د يادو کتابونو چاپ او خپراوى دى.

ده زياته کړه، د سږکال په لومړيو کې يې ژمنه کړې وه، چې لږ تر لږه شل کتابونه به د هېوادوالو په مرسته خپروي، چې په دې کار کې بريالي شول.

د غونډې په اوږدو کې يو شمېر کسانو د راتلونکو کتابونو د چاپ لپاره سينه وډبوله.