فراه ښار (پژواک،۲۸کب۹۳): په فراه ولايت کې دېرش تنو د مسلکي فارمسي او ٢١ تنو ښځو د قابلګۍ په برخه کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
ياد کسان په فراه ولايت کې د لمر په نوم د يوه خصوصي طبي انسټيټوت له خوا تر دوه کلنې روزنې وروسته فارغ او د کار و ډګر ته راووتل.
په دې اړه د فراه په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې د ياد انسټيټوت مشر عصمت الله فيضي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د لومړي ځل لپاره يې وکولاى شول ٣٠ تنه نارينه د فارمسي (دوا جوړونې) په برخه کې او ٢١ تنه ښځې د قابله ګۍ په برخه وروزي، چې نن يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق پژواک اژانس ته وويل، چې د فراه په کچه يې تردې وړاندې يواځې يو مسلکي فارمسس درلود، چې له همدې امله له ګڼو ستونزو سره هم مخامخ وو.
دى وايي: “د مسلکي فارمسس د نه درلودو له امله، په درملتونونو کې غلطې دواګانې ورکول کېدې او د مجبوريت له امله مو هم د هغوى درملتونونه هم نه شوى بندولى.”
هغه زياته کړه، دا چې اوس لسګونه مسلکي فارمسستان فارغ شول، نو دا به په معياري دوا پلورنه کې اغېزمن ثابت شي.
خو هغه يادونه وکړه،ې چې يواځې د يادو کسانو فراغت بسنه نه کوي، ځکه د ټول ولايت په کچه اوسمهال ٧٨ درملتونونه فعاليت، چې يواځې ٦٤ يې په مرکز کې دي.
د جاوېد فضلي په نوم يو تن فارغ، چې په فراه ښار کې درملتون لري، پژواک ته وويل: ((پخوا مسلکي نه وم، نو له ګڼو ستونزو سره مخامخ وم؛ کله کله به مې مريض ته د دوا په ورکولو کې غلطي کوله، خو اوس په هرڅه پوه يم، په راتلونکي کې مسلکي عمل کوم.))










