کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د ډيپلوماسۍ او نړيوالو اړيکو تاريخ کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شوى دى.
په دغه کتاب کې د نړيوالو اړيکو تاريخي دورې چې د ويسټ فاليا د سولې له تړون څخه پيلېږي او بيا د ۲۱ مې پېړۍ تر لومړيو پورې دوام کوي، په تفصيل سره څېړل شوې دي.
د ډيپلوماسۍ او نړيوالو اړيکو تاريخ دغه کتاب په ١٧٠ مخونو کې چاپ شوى او د نړيوالو اړيکو او ډيپلوماسۍ په اړه د مطالعې په برخه کې ټولو ته اړين دی.
د دې تر څنګ دا يو درسي کتاب هم دی چې د افغانستان په يو شمېر پوهنتونونو کې د سياسي علومو محصلينو ته تدريسېږي.
دغه کتاب د ايراني ليکوال ډاکټر احمدنقيب زاده چې په نړيوالو اړيکو کې يې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې، ليکل شوی او پښتو ژبې ته مجيب الرحمن لمر ژباړلى دى.
دغه کتاب په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دى.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند ياد کتاب ډېر ارزښتناک بولي او له حکومته غواړي چې په پوهنتونونو او وزارتونو کې ترې ګټه پورته کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ياد کتاب په ډيپلوماسۍ او نړيوالو اړيکو کې په نړيواله کچه معياري کتاب دى چې د فارسي ژبې تر څنګ په انګليسي ژبه هم ژباړل شوى او په ټوله نړۍ کې مينه وال او لوستونکي لري.
نوموړي د کتاب د ژباړن ستاينه وکړه چې نه يواځې په پښتو ژبه کې يې يو غني کتاپ وژباړه بلکې د دې ژبې پر علمي پانګې يې زياتونه وکړه.
ډاکټر ځلاند وويل چې مجيب لمر په خپله له حقوقو څخه فارغ شوى او د دغه کتاب په ارزښت تر نورو ښه پوهېږي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم اکسوس کتاب پلورنځي نور ډېر ارزښتمن کتابونه هم په پښتو ژبه چاپ او بازار ته وړاندې کړي دي.










