کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د لوړو زده کړو سرپرست وزير وايي، ځيني سفارتونه د شخصي سليقو له مخې د زورواکو اولادونو ته تحصيلي بورسونه ورکوي او د دغه کار په مخنيوي کې د دوى هڅو هم کومه نتيجه نه ده ورکړې.
دغه راز هغه د کانکور په ازموينه کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ د ملي شورا له غړو او حکومتي چارواکو وغوښتل چې د دغه وزارت په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير محمدعثمان بابري نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و، تر څو د کانکور په ازموينه او په تحصيلي بورسونو کې د اړوند ستونزو په اړه معلومات ورکړي.
د مشرانو جرګې غړو ويل چې د تحصيلي بورسونو وېش عادلانه نه دى او د کانکور د ازموينې ګڼ شمېر ګډونوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د هغوى په وينا، د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې يو شمېر ګډون کوونکي بې پايلې اعلان کړي او هغه کسان چې د وزارت له لوري د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي، ځيني خصوصي پوهنتونونه ورته ستونزې جوړوي.
د مشرانو جرګې غړو دا هم ويل چې وزارت بايد له ښځينه محصيلينو سره د تبديلۍ په برخه کې ځانګړې مرسته وکړي.
بابري وويل دغه وزارت هڅه کوي چې د تحصيلي بورسونو په وېش کې د ولايتونو تر منځ انډول په پام کې ونيسي.
خو ده زياته کړه چې په کابل کې مېشت ځيني سفارتونه د خپلو شخصي سليقو له مخې د يو شمېر زورواکو اولادونو ته تحصيلي بورسونه ورکوي چې دغه کار وزارت هم له ستونزو سره مخ کړى دى.
هغه زياتوي: “موږ هم يو کس د تحصيل لپاره بهر ته لېږو او سفارتونه يې هم لېږي، کله چې دا زموږ کس هلته (بهر کې) د زورواکي له زوى سره مخ شي، نو بيا فکر کوي چې موږ په دغه کار کې لاس لرو، چې داسې نه ده او دا د سفارتونو کار دى.”
ده وويل چې د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په کابل کې د هندوستان، پاکستان او روسيې له سفارتونو سره په دې اړه خبرې کړي، خو مثبته پايله يې نه لرله.
بابري دا هم وويل چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له سفارتونو غوښتنه کړې وه چې ټول تحصيلي بورسونه دې د وزارت په واک کې ورکړي، خو سفارتونه نيم بورسونه ځان ته ساتي او نيم يې وزارت ته ورکوي.
دغه راز هغه د ملي شورا له غړو او حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه وزارت اصولو ته احترام وکړي او په چارو کې يې دې لاسوهنه نه کوي.
هغه زياته کړه: “له هر څه سره که لوبې کېږي، خو د دغه هېواد د بچيانو له برخليک سره بايد لوبې ونه شي.”
دغه راز بابري د کانکور ازموينې په اړه وويل چې دغه وزارت د سلواغې او کب په مياشتو کې د هېواد په کچه په ٣٨ حوزو کې د کانکور ازموينه واخيسته.
د هغه د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموينه کې څه باندې ٢١٩ زره کسانو ګډون کړى و چې له دغه شمېر څخه شاوخوا ٥٤ زره د لوړو زده کړو او ٢٤ زره د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته لار موندلې ده.
دى وايي چې ٤٠ زره کسان د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته معرفي شوي دي.
دى وايي چې د کانکور له ګډونوالو ٧٩٨٣ تنه په نقل کولو نيول شوي او پاتې نور بې پايلې دي.
دى وايي چې د کانکور په تېره ازموينه کې په ځينو ولايتونو کې سيمه ييزو چارواکو له دوى سره اړينه همکاري نه ده کړې او يو شمېر زورواکو د ازموينې د نظم خرابولو تر څنګ ځينې استادان هم ډبولي دي.
ده زياته کړه چې ګرځنده ټيلېفونونو د کانکور په ازموينه کې ډېرې زياتې ستونزې پيدا کړې وې او له امله يې په څو ولايتونو کې دغه ازموينه لغوه او بيا په کابل کې واخيستل شوه.
هغه زياته کړه: “هغه څه چې موږ د کانکور په ازموينه کې غوښتل ومو نه شو کولاى، خو په ټوليزه توګه امتحان زموږ لپاره د قناعت وړ و.”
د هغه په وينا، د کانکور ازموينې اړوندو ستونزو د اورېدو لپاره وزارت کمېسيون جوړ کړى او که څوک شکايت لري، کولاى شي چې د روانې وري مياشتې تر ١٥ مې دغه کمېسيون ته مراجعه وکړي.
هغه زياته کړه: “له موږ نه به هم په ځينو مواردو کې سهوې شوې وي خو هڅه کوو چې ټولو ستونزو ته رسيدنه وشي.”
بابری دا هم وويل چې خصوصي پوهنتونونه بايد هېڅ محصل ته ستونزې پيدا نه کړي؛ ځکه دغو پوهنتونونو له وزارت سره په دې برخه کې يو طرزالعمل لاسليک کړى چې له مخې يې بايد ورمعرفي شوي کسان په تخفيف سره جذب کړي.
ده د نجونو د تبديلۍ په اړه وويل چې له يو پوهنتون څخه بل ته د زده کړيال تبديلي بنده ده، خو که مشرانو جرګه ورته کومه ځانګړې مشوره ورکوي نو وزارت به يې په اړه غور وکړي.










