منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:53 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

د پلخمري چاودنه کې ٥ تنه وژل شوي او ٧ ټپيان دي

· 1 دقیقه لوستل · 115 کتنې

پلخمري  ( پژواک، ١٥ ورى ٩٤) : د بغلان  ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او ٧ نور  ټپيان  شوي دي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د وري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن مازيګر په شاوخوا څلورو  بجو د پلخمري زاړه  زندان ته څېرمه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بشارت وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او موخه يې د ملي اردو رېنجر موټر و.

د پلخمري د ملکي روغتون رييس احمد بارز فيض زاده پژواک اژانس  ته وويل چې دوى ته پنځه جسدونه او ٧ ټپيان  راوړل شوي دي.

دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه او يو ماشوم او په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

نوموړي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

حبيب الرحمن شېرزى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي