منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ وری۹۴): په کابل کې د لوبه کرکټ کلب ( اېل سي سي) له لوري د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د اتو پياوړو لوبډلو تر منځ د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي.

د دغو سياليو مطبوعاتي مسوول محمد واصل وصال د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ (د وري ٢١مه) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي .

هغه زياته کړه چې په دغو سياليو کې د هېواد د مرکز او بېلابېلو زونونو اته لوبډلې برخه اخلي او  اته ورځې به دوام وکړي.

دى وايي چې د ميليون جام سيالۍ به د شمشاد تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

وصال وويل چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او ١٩ کلنو ډېرى لوبغاړي په دغو سياليو کې برخه اخلي او په بېلابېلو لوبډلو کې وېشل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د  ننګرهار غازيانو لوبډله د کريم خان صادق، د اېن اېف سي ټايګر لوبـډله د حميدحسن، د پکتيا مشران د نوروز منګل، د داوي اتلان د محمدنبي عيسی خېل، د ايرو بازان د مېرويس اشرف، د کندهار شاهان د ناصر جمال، د افغان رنجرز د صميم سلطاني او المصافي ټايګرز  لوبډله د نورالحق ملکزي په مشرۍ لوبه کوي.

دى وايي چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي او د پاىلوبې په ګډون به د دغو سياليو پر مهال ١٥ لوبې ترسره شي.

د لوبه کرکټ کلب مسوول زراب شاه ظهير وايي چې دوى درې کاله مخکې د ميليون جام سيالۍ پيل کړې دي او تر اوسه په برياليتوب روان دي.

هغه زياتوي چې تر دې مخکې لومړى پړاو سيالۍ د کابل په زرملوال خصوصي لوبغالي، دويم يې د کابل په نړيوال لوبغالي او درېيم يې هم دا دى د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د سياليو ترسره کېدو پر مهال په ټولو برخو کې پوره تدابير نيول شوي او هڅه کوي چې د ميليون جام سياليو درېيم پړاو هم په ښه توګه ترسره شي.

ظهير د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د دغو سياليو په ترسره کولو کې يې ورسره تخنيکي مرستې کوي.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ورته نړيوال لوبغالى په واک کې ورکړى، لوبڅاران او د لوبې نور تخنيکي کسان يې ورته ګومارلي دي.

د لوبه کرکټ کلب مسوول زراب شاه ظهير وويل چې د دغو سياليو په پاى کې به د نورو ډاليو او جايزو تر څنګ يو ميليون افغانۍ پر لومړيو دريو غوره لوبډلو وېشل کېږي.

ده د کرکټ له ټولو مينه والو غوښتنه وکړه چې د دغو سياليو د ليدو په موخه د کابل نړيوال لوبغالي ته ورشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د خصوصي سکتور له لوري په ملي کچه د کرکټ سياليو په لاره اچول يو ښه اقدام بولي.

هغه پژواک ته وويل چې په دې ډول سياليو سره نه يواځې د کرکټ لوبه وده کوي، بلکې لوبغاړي هم ورسره تشويقېږي.

د اېن اېف سي ټايګرز لوبډلې لوبغاړي فريد ملک هم د دغو سياليو په لاره اچول ګټور ګام بولي او زياتوي چې ځوان لوبغاړي له ملي لوبغاړو سره په يو ځاى لوبېدو سره تجربې ترلاسه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې