کندهار ( پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) : د کندهار پوهنتون رييس وايي چې دغه پوهنتون ورځ تر بلې د پرمختيا په حال کې دى، خو د تاسيساتو نشتوالى او د پرمختيايي بوديجې کمښت يې لويې ستونزې دي.
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې وروستيو کې په دې پوهنتون کې د پوهنځيو د زياتېدا تر څنګ د محصلينو شمېر هم ډېر شوى دى.
هغه زياته کړه، دا مهال د کندهار پوهنتون د پوهنځيو شمېر د ورځې او شپې له پلوه ١٢ ته لوړ شوى او د ٣٤ ولايتونو شاوخوا ٨٠٠٠ تنه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي، چې ٤٠٠ تنه يې نجونې دي.
خو دى وايي، د هغوى لويه ستونزه د کافي ودانيو نشتوالى او د بوديجې کمښت دى.
توتاخېل، همدا اوس د کندهار پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې په سلګونو محصلين زده کړې کوي، چې د ځاى د نشتوالي له امله ان د ځينو پوهنځيو استادان اړ شوي چې د ورځې په اوږدو کې درې وخته درس ورکړي.
هغه د بوديجې کمښت هم د يوې جدي ستونزې په توګه ياد کړ او ويې ويل، اوسنۍ بوديجه د پوهنتون د ورځنيو چارو او لګښتونو لپاره بسنه نه کوي، په کار ده د لوړو زده کړو وزارت د کندهار پوهنتون دې ستونزې ته پام وکړي.
توتاخېل دغه راز وويل، د دې پوهنتون ډېرى استادان ځوانان او د زده کړې درجې يې ليسانس دي، په همدې بنسټ دا اړتيا ليدل کېږي چې هغوى ته زيات بورسونه ورکړل شي، تر څو استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږل شي.
دى وايي، په کندهار پوهنتون کې دا مهال ٢٥٥ استادان په تدريس بوخت دي، چې له دې ډلې درې- څلور يې دوکتورا لري او دوه- درې يې اوس دکتورا تر لاسه کوي، دغه راز ٦٠ تنو يې په بهر کې ماسټرۍ بشپړې کړي او ٤٢ تنه استادان لا هم په بهر کې د ماسټرۍ په برخه کې په زده کړو بوخت دي.
توتاخېل يادونه وکړه چې له ګڼو ستونزو سربېره په دې وروستيو کې کندهار پوهنتون د هېواد په کچه د ٦١ دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ لومړى مقام تر لاسه کړى دى.
هغه زياته کړه، له تېرو څلورو کلونو راهيسې د هېواد په پوهنتونونو کې د کيفيت د تضمين پروسه پيل شوې، چې په پيل کې يې يواځې د کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ پوهنتونونه تر پوښښ لاندې راوستي وو، خو اوس نورو پوهنتونونو ته هم غځول شوې ده.
ده وويل، په تېر کې هم د دغه پروګرام له مخې د کندهار پوهنتون ارزونه شوې وه، چې مشري يې د کابل پوهنتون پر غاړه وه او درېيم مقام يې خپل کړى و، خو دا ځل يې لومړى مقام تر لاسه کړى.
دى وايي، د کيفيت د تضمين پروسه ١٢ معيارونه لري چې د تدريس، مديريت، نصاب او ګڼو نورو په ګډون ټولې برخې په بر کې نيسي او د هر معيار د بشپړولو په موخه ګڼو فعاليتونو ته اړتيا ده.
د نوموړي په خبره، دا چې د کندهار پوهنتون مشرتابه پلاوي په دغو برخو کې نه يواځې ښه فعاليتونه تر سره کړي وو، بلکې ګڼ نوښتونه يې هم لرل، نو لومړى مقام ورکړل شو.
هغه زياته کړه، د تضمين د کيفيت دغه ارزونه د لندن د پروفيسرانو له خوا شوې چې په دې تړاو هر کال دوه ځله په متحده عربي اماراتو کې کنفرانسونه جوړېږي او د پوهنتونونو مسوولين په کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کوي.
نوموړي وويل که اړوند وزارت د کندهار پوهنتون د ودانيو او بوديجې ستونزې هوارې کړي، نو دغه پوهنتون به نور هم پرمختګ وکړي او د هېواد په کچه به بريالى پوهنتون وي.
د کندهار پوهنتون رييس يادونه وکړه چې دغه پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې ٥٢ څانګې او دغه راز د امريکا، کاناډا، کوريا، جرمني، ماليزيا، تايلنډ، هندوستان او ايران له ١٧ پوهنتونونو سره د دوه اړخيزو اړيکو تړونونه لري.
د ده په خبره، په دې وروستيو کې يې هڅې پيل کړي چې د بريتانيا، بنګلدېش او هندوستان له درېيو نورو نړيوالو پوهنتونونو سره هم علمي دوه اړخيزې اړيکې جوړې کړي، چې دا به د پرمختګ په لاره کې لوى ګام وي.
په کندهار کې د ياد شوي پوهنتون تر څنګ چې په اروزګان او هلمند ولايتونو کې هم څانګې لري، د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون هم فعاليت لري چې د هېواد په کچه په کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کېږي.
دغه راز په دې ولايت کې دوه خصوصي پوهنتونونه (ملالۍ د لوړو زده کړو موسسه او ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسه) هم شته چې سلګونه محصلين په کې په بېلابېلو پوهنځيو کې زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










