کابل ( پژواک، ١٧ ورى ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په پخوانۍ ټاکوونکې کمېټې کې د بدلون له راوستلو سره نوې کمېټه اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمېټه به خپلې چارې په پوره روڼوالي سره پر مخ وړي او ادارې ته به په متواتر ډول خپل راپور وړاندې کوي.
هغه زياته کړه، چې دغه کمېټه پنځه غړي لري ، پخوانى ملي لوبغاړى او د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکى دولت خان احمدزى د ټاکنيزې کمېټې مشري پر غاړه لري.
هوتک وويل چې ددې کمېټې په نورو غړو کې پخواني لوبغاړي مجاهد ځدراڼ، خالقداد نوري، د ملي لوبډلې بهرنى روزونکى انډري مولز او د ملي لوبډلې لوبډلمشر (کپتان) نبي عيسى خېل شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزی وايي چې نوې کمېټه به خپل اړونده فعاليتونه د تل په څېر په خورا شفافيت سره پر مخ وړي.
ستانکزی وايي چې د دغې کمېټې د نويو غړو په ټاکلو کې له خورا دقت څخه کار اخيستل شوی او نوې ډله به د مسووليت په منلو سره خپل فعاليتونه سمبالوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









