منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې معتادينو ته روغتون جوړېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): چارواکي وايي، په نورستان ولايت کې هم کوکنار کرل کېږي چې له امله يې يواځې په دوو ولسواليو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ اوړي او په پام کې ده چې د درملنې لپاره معتادينو ته روغتون جوړ شي.

تر اوسه په ياد ولايت کې د روږدو کسانو په اړه کره سروې نه ده شوې، خو چارواکي وايي د زرو په شمېر کسان يواځې په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې پر نشه يي توکو اخته دي.

د نورستان د والي وياند موسی شامي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر اوسه په نورستان ولايت کې پر نشه يي توکو د روږو کسانو شمېر نه دی معلوم، ځکه سروې نه ده شوې، خو د معلوماتو له مخې په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې تر زر کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.))

نوموړی دا احتمال هم نه ردوي چې ښايي په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر تر دې ډېر وي خو يادونه کوي چې د دغو کسانو له ډلې ډېر هغه يې چرسيان دي.

د والي وياند زياتوي: ((د ولايت مقام په هڅو په پام کې ده چې په نورستان کې د معتادينو لپاره ۲۰ بستريز روغتون جوړ شي. مرکزي حکومت ژمنه کړې چې دا روغتون به سږ کال جوړ شي.))

که څه هم په نورستان ولايت کې د سړې هوا له امله د کوکنارو کښت ښه پايله نه ورکوي، خو د والي وياند مني چې د وانت وايګل ولسوالۍ په ګډون په ځينو سيمو کوکنار کرل کېږي.

بلخوا د نورستان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد اسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې کامدېش له چترال او برګمټال له بدخشان سره څېرمه پرتې ولسوالۍ دي؛ ځکه په کې روږدي کسان ډېر دي.

هغه په ښکاره د دغو ګاونډيو سيمو په اړه څه نه وايي، خو داسې ښکاري چې ښايي د نشه يي توکو استعمالوونکو ته له همدغو سيمو نشه يي توکي راوړل کېږي.

ډاکتر اسماعيل وايي: ((په نورستان کې د روږدو کسانو له ډلې ډېر يې هيرويين څکي او يا د کوکنارو د غوزو شېره کاروي، ځيني روږدي کسان چرس هم کاروي. نو د همدې لپاره د عامې روغتيا وزارت ژمنه کړې چې سږ کال په نورستان کې د معتادينو لپاره شل بستريز روغتون جوړوي.))

په ختيځ زون کې پر نورستان ولايت سربېره په ننګرهار کې ۶۰ بستريز او په کونړ او لغمان کې د معتادينو ۲۰ بستريز روغتونه شته دي، خو د ډاکټر اسماعيل په خبره چې له نورستانه يو شمېر روږدي کسان يواځې د کونړ د معتادينو روغتون ته د درمنلې لپاره راوړل کېږي.

د هغه په وينا: ((کامدېش له کونړ ولايت سره نږدې ده؛ ځکه هم روږدي کسان د درمنلې لپاره ور وړل کېږي، خو دا کار تل نه کېږي نو ځکه اړتيا لرو چې دلته د معتادينو روغتون ولرو.))

دغه راز د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې يې شاخوا د ۷۰۰ معتادينو درملنه کړې چې يو شمېر يې د نورستان ولايت وو.

فضلي وايي: ((موږ ته له نورستانه معتادين راوړل کېږي خو شمېر يې تر کاپيسا ولايت کم دی، د لسګونو په شمېر هغه يې نورستانيان دي.))

د نورستان اوسېدونکي هم په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې د معتادينو شمېر ډېر بولي او دې مسئلې اندېښمن کړي دي.

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي اجمل نورستاني پژواک اژانس ته وويل: ((په کامدېش او برګمټال کې رښتيا هم روږدي کسان ډېر دي، خو د نورستان په نورو ولسواليو کې هم پر نشه يي توکو روږدي کسان شته.))

د نوموړي په خبره: ((دلته خلک اکثره بې روزګاره دي، ځکه نشه يي توکو ته مخه کوي، تر کومه چې ما ليدلي ډېر خلک ترياک کاروي او پر چرسو هم ډېر خلک روږدي دي.))

د نورستاني په وينا، په دغه ولايت کې د نشه يي توکه ډېر کاروونکي ځوانان دي چې بايد حکومت ورته د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي او له دغه عمل څخه يې واړوي.

د نورستان د ولايتي شورا غړي عمر فاروق قانوني پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسان شمېر ورته نه دی معلوم خو د زياتوالي احتمال يې نه ردوي.

قانوني زياته کړه چې حکومت بايد ژر تر ژره په ياد ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي څو خلک اړ نه شي چې نورو ولايتونو ته د درمنلې لپاره ولېږل شي.

د نورستان د ېو شمېر ساحو سربېره د ختيځو ولايتونو په ځينو سيمو کې نشه يي توکي (کوکنار، چرس، بنګ) کرل کېږي چې د خلکو په وينا، ډېر خلک يې له امله روږدي کېږي.

تر اوسه په دې ټولو ولايتونو کې د روږدو کسانو کره شمېر نه دى معلوم، خو د کونړ او لغمان ولايتونو چارواکو ويلي چې لسګونه معتادينو ورسره د درملنې لپاره نوم ليکنه کړې ده.

تر دې مخکې بيا د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې ېوازې د ۱۳سوو په شمېر ښځينه معتاديني ثبت شوي دي.

د ننګرهار ولايت عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويلي وو: ((په لرو پرتو سيمو کې ميندې خپلو ماشومانو ته د ناروغيو په وخت کې د کوکنارو پاتې شوني ورکوي او يا هم اپين ورکوي. موږ۱۳۰۰ ښځې ثبت کړې چې پر نشه يي توکو معتادې شوې دي.

د ښځينه معتادينو شمېر دومره ډېر شوی چې زموږ د روغتون شته شپېته بسترونه سږ کال نه دي خالي شوي.))

روغتيايي چارواکي وايي چې دغه روږدې ښځې او نجونې تر ډېره په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي.

نوموړي يادونه وکړه چې تاوتريخوالی، بېکاري، نشه يي توکو ته لاسرسی او د عامه پوهاوي نه شتون هغه لاملونه دي چې خلک په ځانګړې ډول ښځې پر نشه يي توکو روږدې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا