فيروزکوه (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتيايي کلينيکونو کې د ډاکترانو له نه شتون سر ټکوي او وايي چې له دې امله يې ډېرى ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پسابند د غور له مرکز فيروزکوه شاوخوا ١٧٥ کيلومتره لرې پرته ولسوالي ده چې نفوس يې د اټکل له مخې سلو زرو کسانو ته رسېږي.
د يادې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي له بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي چې له امله يې يو شمېر ځوانان د کار په موخه ګاونډيو هېوادونو ته تللي او ډېر کم شمېر يې په بزګرۍ او کرنې بوخت دي.
د ياد ولايت په مرکز کې يو روغتيايي جامع کلينيک او دغه راز پنځه نور روغتيايي مرکزونه د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې شتون لري، خو ډاکتران په کې شتون نه لري.
خلک شکايت کوي چې د ډاکترانو د نه شتون له امله اړ دي خپل ناروغان د غور ولايتي روغتون ته ولېږدوي چې يو شمېر ناروغان يې د لارو په اوږدو کې د سفر پر مهال مړه کېږي.
د دوى په وينا، په وروستي يوه کال کې د ماشومانو په ګډون لسګونو ناروغانو له همدې امله ژوند له لاسه ورکړى دى.
د پسابند ولسوالۍ د سنګانو کلي يوه اوسېدونکي ٤٠ کلن سيد ولي وايي چې په دغو روغتونو کې يو ډاکتر هم شتون نه لري او کوم کسان چې په يادو کلينيکونو کې د نرس او کارکوونکو په نومونو پر دندو ګومارل شوي، هغوى د ناروغانو درملنه کوي چې نه مسلکيتوب يې هم تر ډېره د ناروغانو د مړينې لامل ګرځي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "کله مې چې زوى ناروغ شو نو زموږ کلى د دهن جمال له روغتيايي مرکز څخه لس کيلومتره لرې پروت دى، هغه مې کلينيک ته راوست، نه ډاکتر و او نه هم درمل، بيا مو د ولسوالۍ مرکز ته بوت؛ هلته هم ډاکتر نه و، نو اړ شو چې د غور مرکز ته يې راوړو، خو زوى مې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ او بېرته کور ته ستانه شوو."
هغه زياته کړه، ډېرى کسان د پيسو او ترانسپورتي وسايلو د نه شتون او دغه راز د سړکونو د خربوالي له امله نه شي کولى چې خپل ناروغان د دغه ولايت مرکز فيروزکوه ښار ته ولېږدوي.
ځيني کسان بيا خپل ناروغان د حيواناتو په وسيله روغتيايي مرکزونو ته لېږدوي، چې دغه کار هم مثبته پايله نه درلوده او بيا هم د ډېرو ناروغانو د مړينې لامل کېږي.
د پسابند يوه بل اوسېدونکي نيازمحمد وويل، موده وړاندې د پسابند له دهن جمال کلي څخه يوه ځوان خپل ناروغ پلار د مرکب په وسيله د ولسوالۍ مرکز ته راووړ، خو هلته د ډاکتر او درملو د نه شتون او له دې امله چې ولايتي روغتون ته يې د ناروغ د لېږد وس نه درلود، خپل ٤٠ کلن پلار يې بېرته کور ته بوت چې هغه بيا يوه ورځ وروسته مړ شو.
دغه راز د غور د مرکز او پسابند تر منځ ليني موټر هم نشته او خلک اړ دي چې يو موټر په لس زره افغانۍ دربست کړي او ولايتي روغتون ته يې ولېږدوي.
د پسابند ولسوالۍ د تلمستان اوسېدونکي شاه مير چې د درملنې په موخه د غور مرکز ته راغلى و او له درملنې وروسته يې غوښتل بېرته ولسوالۍ ته ستون شي، وويل چې لاره ډېره خرابه او له ستونزو ډکه ده چې له ولسوالۍ د غور مرکز ته ځان رسول يوه ورځ وخت نيسي، څوک چې مرکز ته راځي نو حتماً ترې شل زره افغانې لګېږي.
دغه اندازه پيسې د دواړو لورو په کرايه، د درملو په پېرلو او په هوټل کې د شپې په تېرولو لګول کېږي چې خلک يې د ورکړې توان نه لري او يو شمېر بيا اړ دي چې خپل حيوانات وپلوري او يا يې هم پور کړي، څو خپل ناروغان ډاکتر ته د درملنې په موخه بوځي.
هغه زياته کړه: "يوه اوونۍ وړاندې چې د معدې تکليف مې درلود، وضعيت مې ډېر خراب شو نو له تلمستان څخه د اس په وسيله شل کيلومتره په داسې حال کې چې لارې هم خټې وې، لاړم او له ډېرو ستونزو سره- سره د ولسوالۍ مرکز ته راغلم، خو هلته بيا ډاکتر نه و، څو کسانو د نرس او ډاکترانو په نوم کار کاوه، دوه پاکټه درمل يې راته راکړل او نور درمل په کلينيک کې نه پيدا کېدل، بازار ته يې نسخه راته راکړه او پاتې نور درمل مې د ولسوالۍ له درملتون ترلاسه واخيستل."
شاه مير زياته کړه چې له هغه وروسته بيا ولايتي روغتون ته راغى او اوس يې درملنه شوې، خو اوس دې ته انتظار باسي چې له څو نورو کسانو سره يو ځاى موټر دربست کړي او خپل کلي ته ځان ورسوي.
د پسابند ولسوالۍ د سنګان سيمې اوسېدونکى ٣٥ کلن محمدامين چې خپله مېرمن يې د درملنې په موخه ولايتي روغتون ته راوستلې، هغه هم وويل: "کله مې چې مېرمن ناروغه شوه، هغه مې د سنګان مرکز ته راوړه، ډاکتر نه و. له هغه وروسته مو د ولسوالۍ د مرکز کلينيک ته راوړه. د ولسوالۍ په کلينيک کې هم ډاکتر نه و. موږ ته يې وويل چې يو ډاکتر و، هغه هم په رخصتۍ تللى او کېداى شي چې رانه شي."
هغه زياته کړه، دوه ورځې کېږي چې مېرمن يې په ولايتي روغتون کې بستر ده او اوس يې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.
د غور د عامې روغتيا مشر ډاکتر غلام نبي يګانه هم وويل چې د پسابند ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې ډاکتر نشته او د يادې ولسوالۍ په مرکز کې يوازې دوه قابلې پر دندو ګومارل شوې دي.
هغه زياته کړه، دوه مياشتې وړاندې يې يو ډاکتر پر دنده وګوماره، خو د رخصتۍ په بهانه کور ته تللى او بيا نه دى راستون شوى.
ډاکتر يګانه وويل چې ان د يوه متخصص ډاکتر مياشتنى معاش يې پنځوس زره افغانيو ته لوړ کړى، خو څوک د لارې د سختوالي او امنيتي ستونزو له امله نه حاضرېږي او دا ډول وضعيت بيا د يو شمېر ناروغانو د مرګ لامل کېږي.
خو د غور د عامې روغتيا رييس زياته کړه چې د ACTD (د افغانستان لپاره روزنيز او پراختيايي مرکز) موسسې له چارواکو سره چې د پسابند ولسوالۍ په ګډون په ټولو ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، خبرې کړې او د ډاکترانو د نه شتون ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل شي.
پسابند د هلمند ولايت د باغران له نا ارامې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او امنيتي ستونزو د نورو ډګرونو تر څنګ په روغتيايي خدمتونو هم ناوړه اغېز کړى دى.
له دې وړاندې د مديرا په نوم موسسه چې په پسابند ولسوالۍ کې يې د ملي يووالي پروګرامونه پر لارې اچول، د مناسب امنيتي وضعيت د نه شتون له امله يې ياده سيمه پرېښوده او د يادې موسسې دفتر چې د ولسوالۍ په مرکز کې يې شتون درلود، څو ځلې د وسله والو مخالفينو له لوري په نښه شو چې د يادې موسسې يو کارکوونکى د طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته اعدام شو.
دغه راز يو شمېر وسله والو د پسابند په سيني سيمه کې يو روغتيايي کلينيک لوټ کړ او ښيښې يې هم ور ماتې کړلې.
د غور د عامې روغتيا مشر وويل چې ان د غور په ولايتي روغتون کې هم شل ډاکتران کم دي.
د يادولو ده چې له دې وړاندې يو شمېر ناروغ لرونکو د غور په ولايتي روغتون کې د کمزورو روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو، په يوه بستر کې د څلور ناروغانو موجوديت او د حفظ الصحه د نه مراعاتولو له امله هم شکايت کړى دى.
خو د ولايتي روغتون مشر وويل چې د جاپان هېواد د اوو ميليونه ډالرو په مرسته يوه پرمختللې او سټنډرډ درې پوړيزه ودانۍ جوړېږي چې د اوسني ولايتي روغتون ځاى به ونيسي.
غور، دايکنډي، بدخشان او... د هېواد له غرنيو ولايتونو ګڼل کېږي چې اوس هم په کې د نورو ولايتونو په پرتله د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










