کابل ( پژواک، ۲۱ وری ۹۴) : دلوبه کرکټ کلب لخوا په کابل کې د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ د وري په ۲۱مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پیل شوې.
د یادو سیالیو ویاند واصل وصال پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د این ایف سي میلیون لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د این ایف سي ټایګرز او د پکتیا مشرانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، د لوبې ټاس يا پچه د این ایف سي ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر حمید حسن وګټله او د بالینګ پرېکړه یې وکړه.
پکتیا مشران لوبډلې ټول لوبغاړي يو په بل پسې اوټ شول او ونه توانېدل چې خپلې سيالې لوبډلې ته يو ښه هدف وټاکي او ټوله لوبډله په ۱۸م اوور کې يواځې په ۶۱ منډو وسوځیدله او سیالې لوبډلې ته یې د ۶۲ منډو هدف وټاکه.
وصال وایي، د این ایف سي ټایګرز لوبډلې ورکړل شوی هدف د خپلو درې لوبغاړو په لاسه ورکولو سره په ۷ اورونو کې پوره کړ او په روانو سيالیو کې يې خپله لومړی بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د ټایګرز لوبغاړی حمزه هوتک وپېژندل شو، چا چې په ۳.۱ اورونو کې ۳ منډې ورکړې او د سيالې لوبډلې دري لوبغاړي يې وسوځول.
د نن ورځې په دوېمه لوبه کې بیا د ایرو بازان لوبډلې د ننګرهار غازیانو لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس د ننګرهار غازیان لوبډلې لوبډل مشر کریم صادق وګټله او لومړۍ یې د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
د ننګرهار غازیان لوبډلې سره له دې چې په لومړيو اورونو کې يې ښه پېل کړی و، خو د لوبې له وورستیو اورونو يې ښه ګټه پورته نشوای کړای او خپلې سيالې لوبډلې ته يې په ۲۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه چې تر ټولو ډېرې منډې په کې د افتاب عالم ۲۷ وې.
د ایرو بازان لوبډلې د خپلو دوو پېل لوبغاړو په مرسته چې جاوید احمدي ۹۶ ناسوځېدلې او جمعه ګل ۴۱ منډو سره ټاکل شوی هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره د لوبې په ۱۶ اور کې پوره کړل او په این ایف سي میلون لیګ سيالیو کې یې خپله لومړی بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی لوبډل مشر جاوید احمدي شو،چا چې ۹۶ چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










