منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د هند او پاکستان ګډې لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٢ ورى ٩٤ ) : په ايران کې د مېشتو افغانانو د کرکټ لوبډلې د پاکستان او هندوستان ګډې لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د ايران د پلازمېنې تهران په ارم سبز پارک کې ترسره شوه.

په ايران کې د مېشتو ا فغانانو د کرکټ لوبـډلې لوبغاړي سيد رحمن سالار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هند او پاکستان ګډې لوبـډلې په ١٥ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٦٨ منډې جوړې کړې.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبـډلې ياد هدف يواځې په  اووم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د سالار په وينا، ددواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې