منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

المصافي او کندهار د کرکټ ميليون جام سياليو کې خپلې لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٢ ورى ٩٤ ) : په کابل کې د لوبه کرکټ کلب له خوا د ميليون ليګ سياليو په لړ کې د کندهار او المصافي لوبـډلو خپلې لوبې وګټلې.

د کرکټ دغه شل اووريزې سيالۍ د ور ي په ٢١مه، د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي، چې په کې اتو لوبډلو برخه اخيستې ده.

د يادو سياليو وياند واصل وصال د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن  په لومړۍ لوبه کې د کندهار شاهانو لوبډلې د داوي اتلانو لوبډلې ته په درېيو وېکټو ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د لوبې پچه يا ټاس د کندهار شاهانو لوبډلې لوبډل مشر ناصر جمال وګټله او لومړۍ يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

د داوي اتلانو لوبډلې  په ۱۹ اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. په توپوهنه کې حضرت ځاځي ۳۲ دروېش ۳۱ او محب اورياخېل بيا ۲۰ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د کندهار شاهانو د لوبډلې له لوري وهاب اکبر ۴ او نسيم ۳ لوبغاړي وسوځول.

وصال وايي، د کندهار شاهانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په شلم ۲۰ اوور کې د اوو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه  او لوبه يې وګټله .د کندهار شاهانو له لوري په توپ وهنه کې يونس ۴۴ حشمت الله شهيدي ۳۲ او ناصر جمال ۱۵ منډې جوړې کړې.

د نن ورځې په دويمه لوبه کې بيا المصافي واريرز لوبډلې افغان رنجرز لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس د المصافي لوبډلې لوبډلمشر نور ملکزي وګټله او لومړۍ يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.دوى  د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شو ۲۰ اوورونو کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې افغان رنجر ته يې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه .

د افغان رنجر لوبډلې هم په لومړيو څو اوورنو کې ښه لوبه ترسره کړه خو منځني او ورروستي لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په ۱۹.۵ اوورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې او لوبه يې د ۴۴ منډو په توپير سره بايلوده.

ټاکل شوې ده چې سبا سهار به د ننګرهارغازيان لوبډله د المصافي واريرز او له غرمې وروسته به د اېن اېف سي ټايګرز لوبډله د کندهار شاهان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې