منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

این ایف سي ټایګرز لوبډلې دمیلیون جام کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل ( پژواک، ۲۸ وری ۹۴) : د این ایف سي ټایګرز لوبډلې د میلیون جام سیالیو په پایلوبه کې د ایرو بازانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا شل اووریزې سیالۍ د ضراب شاه زهیر په مشرۍ د لوبه کرکټ کلب ( ایل سي سي) لخوا  د کابل د کرکټ به نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه.

ددې پای لوبې پچه د این ایف سي ټایګرز لوبډلمشر حمید حسن وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ایرو بازانو لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف ورکړ .

ددوی لخوا ګلبدین نایب په زړه پورې لوبه وکړه او  ۱۰۲ منډې جوړې کړې، دغه راز نجیب ځدران ۳۰ او شفیق الله شفق ۲۰ مندې جوړې کړې.

د میلیون لیګ سیالیو ویاند واصل وصال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملي لوبغاړي جاوېد احمدي په مشرۍ د ایرو بازانو لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۸۸ منډې جوړې کړې.

د  ټایګرز له لوري دحمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز حمید حسن او فرید ملک هم یو یو لوبغاړی وسوځول.

ګلبدین نایب د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پای لوبه چې د زرګونو نندارچیانو لخوا په لوبغالي کې له هڅونکو نارو سره بدرګه کیده، د لوبغالي ښکلا یې دوه برابره کړې وه. د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش هم له نندارچیانو سره په ګډه د لوبغالي په مختلفو څنډو کې له سیالۍ ولیدله او د کرکټ له مینه والو سره یې خبرې اترې هم وکړې.
د پای په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او ګڼ شمیر نورو میلمنو ونډه درلودله چې د دواړو لوبډلو پر لوبغاړو، تخنیکي کسانو او د لوبغالي پر کارکونکو یې جایزې هم وویشلې.
نسیم الله دانش وویل چې، نن د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ګڼ شمیر مینه والو په کتلو سره ویلی شي چې د افغانستان د کرکټ راتلونکی ډیر روښانه دی.

نسیم الله دانش د میلیون جام سیالۍ د خصوصي سکتور په کچه یو بریالی نوښت وباله او زیاته یې کړه چې ورته سیالۍ د کرکټ په وده کې اغیزمن رول لوبولی شي او موږ یې په هر ډګر کې ملاتړ کوو.

د میلیون لیګ سیالیو مشر ضراب شاه زهیر پژواک اژانس ته وویل چې په دریم ځل یې د میلیون لیګ جام سیالۍ په لاره واچوله او دا ځل تر ټولو بریالۍ سیالې وې.

هغه زیاته کړه، چې د هرې ورځې تیریدو سره په هیواد کې د کرکټ مینه وال زیاتیږي او دا لوبه ملي بڼه خپله کړې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې