اسعد اباد (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، ددې لپاره چې د سرکاڼو ولسوالۍ په سرحدي سيمه نواپاس کې د امنيتي ځواکونو پوستو ته د ځمکې له لارې اکمالات وشي، د لارې د امنيت د تامين په موخه نن سهار ګډو ځواکونو عمليات پيل کړل.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمليات نن سهار په ٦:٣٠ بجو پيل شوي دي. سيدخېل وايي چې تر اوسه په عملياتو کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان زياتوي چې عمليات د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت د سرتېرو له خوا په ګډه پرمخ وړل کېږي او تر دې دمه د ولسوالۍ د ناوې په نامه سيمه يې تصفيه کړې ده.
سرکاڼو ولسوالي د مرکز اسعداباد په لس کيلومترۍ کې پرته ده او له هغه ځايه تر سرحدي پوستو شاوخوا ٢٠ کيلومتره لاره ده. دا ولسوالي د پاکستان له باجوړ او مهمند ايجنسۍ سره پوله لري.
امنيه قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه په کراره خو په اطمينان سره مخته ځي.
سيدخېل وايي چې تردې مهال په کونړ کې د امنيتي ځواکونو تقريبا ټولو سرحدي پوستو ته د لارو د ناامنۍ له امله د هوا له لارې اکمالات کېږي.
امنيه قوماندان وويل چې د سيمو په تصفيې سره به هلته د امنيتي ځواکونو پوستې جوړې شي ترڅو د لارې او د سيمې امنيت په دوامداره توګه خوندي شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په نواپاس سيمه کې د افغان ځواکونو دوه امنيتي پوستې پرتې دي.
login or register a new account.