منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نبي: کپتانۍ مې پر لوبې بده اغېزه کړې وه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى له خپلې دندې استعفا ورکړه او په ډاګه يې کړه چې کپتاني يې پر لوبې بده اغېزه کړې وه.

عيسى خېل چې د وري په ٣١مه د افغانستان کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې يې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې خپلې تجربې به له نوي لوبډلمشر يا کپتان سره شريکي کړي.

هغه زياته کړې چې د يوه لوبغاړي په توګه به په ملي لوبډله کې خپلې لوبې ته ادامه ورکوي او هڅه کوي چې هېواد ته نور وياړونه راوړي.

دى وايي: ((له تېرو دوو کلونو راهيسې د ملي لوبډلې د کپتان په توګه يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او ملي لوبډله يې په نړيوال جام کې هم ولوبېده او د نړيوالو له خوا وستايل شول.))

محمد نبي عيسى خېل وويل چې استعفا يې پرته له کوم فشاره په خپله خوښه کړې او په دې پرېکړه کې يې کومه ستونزه نه وه.

نوموړي وويل چې د کپتانۍ له امله تر فشار لاندې و، په دې وروستيو کې يې خپله لوبه هم چندان ښه نه وه او ملي لوبډلې هم  په ځينو لوبو کې ښې لاسته راوړنې نه درلودې.

د هغه په وينا، کومه لوبه يې چې تر کپتانۍ پخوا کوله، د کپتانۍ پر مهال  يې نه شواى کولى.

ده زياته کړه: ((په ملي لوبډله کې د لوبغاړي په توګه زما شتون ما او ملي لوبـډلې دواړو ته ګټور دي.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، محمد نبي عيسى خېل بريالى لوبغاړى وباله او د هغه لاسته راوړنې يې د قدر وړ وبللې.

هغه زياته کړه  چې نبي په خپله خوښه استعفا ورکړې،  تر هېڅ فشار لاندې  نه و او اداره د هغه پر استعفا خپه ده.

دانش وويل  چې په نږدې راتلونکي کې به ټاکنيزه کمېټه د ملي لوبډلې لپاره نوى کپتان وټاکي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس شهزاده مسعود هم د محمدنبي عيسى خېل لاسته راوړنې وستايلې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې نبي په سختو حالاتو او شرايطو کې د افغانستان د کرکټ لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي چې تر ډېره به ياد وي.

تر دې مخکې نبي په خپله استعفا ليک کې ليکلي وو: (ما د لوبډلمشر په توګه دوه کاله دنده ترسره کړه، تر وروستي بريده مې هڅه وکړه چې هېواد او ملي لوبډلې ته برياوې ور په برخه کړم.))

نبي عيسى خېل په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلې د کپتان په توګه وټاکل شو، خو څه موده وروسته بېرته لرې شو، بيا په ٢٠١٣ زېږديز کال کې هغه مهال د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو چې نوروز منګل له کپتانۍ لاس پر سر شو.

هغه د کرکټ په اصطلاح الراونډر دى چې توپوهنه او توپ اچونه دواړه کولى شي.

عيسى خېل چې ٣٠ کاله عمر لري تر اوسه د افغانستان له لوري په ٥١ نړيوالو يو ورځنيو، ٢٥ نړيوالو شل اووريزو لوبو، ٢٥ څلور ورځنيو (ټسټ) لوبو او ١٤٥ غير رسمي لوبو کې يې برخه اخيستې ده.

نوموړي تر اوسه په يادو لوبو کې ٥٤٨٠ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې يې ٢٨٦ مخالف لوبغاړي سوځولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې