منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۲ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په روغتونونو کې د بېړنيو څانګو خدمتونه معياري کېږي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د کابل استقلال روغتون کې بېړنۍ څانګه د بېړنيو معايناتو له څانګې بېله شوه او ټاکل شوې چې بېړنيو پېښو ته د رسېدو لپاره د مرکز په ټولو روغتونونو کې دا کار ترسره شي.

نن په همدغه روغتون کې په لپراسکوپي بڼه د نسايي ولادي ناروغانو د عملياتو څانګه هم جوړه شوه او په روغتون کې د کثافاتو يو سوځوونکي ماشين ولګول شو.

ليپراسکوپي هغه عمل ته ويل کېږي چې د ګېډې د داخلي غړو د ليدلو لپاره کارېږي. ددې وسيلې پر مټ يو کوچنى برس تر نامه غوټۍ لاندې بدن ته ننويستل کېږي او د اړتيا پر مهال د لوى برس له لګولو پرته د معاينې د ترسره کولو امکان مساعدوي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د دې څانګې د پرانيستې مراسمو ته وويل چې د دې اسانتياوو رامنځته کول د ياد روغتون د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې يو مثبت ګام دى او د نورو روغتونونو د خدمتونو د ښه والي لپاره هم هڅې روانې دي.

فيروز وويل چې ددې څانګو په رامنځته کولو شاوخوا سل زره امريکايي ډالر لګېدلي او ددې روغتون بېړنۍ خونه چې نن پرانېستل شوه، د اوو بسترونو په لرلو سره په پرمختللو او معياري امکاناتو سمبال ده.

د سرچينې په خبره، ياد شوى لګښت خپله د روغتون له ځانګړې بوديجې، د ځينو خير غوښتونکو اشخاصو او د اېټاليا هېواد له مالي مرستو ورکړل شوى دى.

هغه څرګنده کړه، ټاکل شوې چې د کابل په نورو روغتونونو کې هم بېړني معاينات بېل شي، څو بېړنۍ پېښو ته په ښه ډول رسيدګي وشي.

نوموړى چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د عامې روغتيا د وزير په توګه د ولسي جرګې له خوا رايه ورکړل شوه، زياتوي: ((درې مياشتې وړاندې مې ژمنه وکړه چې د روغتونونو بېړنيو خونو کې به ښه والى راشي او د بېړنيو معاينات له څانګې به يې بېل کړي، څو په بېړنيو خونو کې د مړينې پېښو مخه ونيول شي.))

دعامې روغتيا وزير په هېواد کې ځينو شته روغتيايي ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ويل، هڅه کوي چې دغه ستونزې حل کړي.

نوموړي غير معياري روغتيايي خدمتونه په افغانستان کې له نورو جدي ستونزو بولي چې په سبب يې خلک بهر ته د درملنې لپاره ځي چې کلنى لګښت يې ٣٠٠ ميليونه ډالر کېږي.

هغه همدارنګه د با کيفيته درملو نشتوالى، په ولايتونو کې د روغتيايي متخصصينو نشتوالى او د هېواد په ځينو سيمو کې شته نا امنۍ د هېواد د نورو ننګونو په توګه يادې کړې.

فيروز همدارنګه وويل چې تر اوسه په دې ولايت کې ګڼ روغتيايي فعاليتونه د پروژو په بڼه پلي کېدې، خو دى هڅه کوي چې دا فعاليتونه د پروګرامونو په بڼه تنظم او پلي شي.

د عامې روغتيا وزير زياته کړه چې د روغتيايي فعاليتونو پروژه يي کېدل د دې سبب شوي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول يقيني نه شي.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې د دغه وزارت روغتيايي سلاکاران تر اوسه په پروژه يي ډول دنده اجرا کوي، خو دى به دا سلاکاران د هېواد روغتيايي سيسنم ته ننباسي.

د يو بل خبر له مخې، ټاکل شوې چې ډېر ژر د هغو کسانو د درملنې پنځم پړاو په استقلال روغتون کې پيل شي چې تالو او شونډې يې پرې وي.

د استقلال روغتون مشر ډاکتر محمدعلي ايشان وويل چې په دغه کمپاين کې به ٢٥٠ تنه دا ډول ناروغان چې د هېواد له مرکز او ولايتونو دغه روغتون ته مراجعه کوي، په وړيا ډول تداوي شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال يې په دې روغتون کې د دغه کمپاين په څلورم پړاو کې د شاوخوا ٨٠٠ کسانو درملنه په وړيا ډول کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا