منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لسو لوبډلو تر منځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

ميدانښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د لسو لوبډلو تر منځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ د غويي په لومړۍ نېټه پيل شوې.

د دغه ولايت د بدني روزنې امر عين الله حقبين پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالۍ چې نن پيل شوې، په کې لس لوبډلې برخه اخلي او شاوخوا اته اوونۍ به دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه، دغه سيالۍ د ميدان ښار د فوټبال په لوبغالي کې هره ورځ يوه، يوه لوبه ترسره کېږي.

حقبين وايي، له دغو سياليو موخه د زونونو تر منځ د راتلونکو فوټبال سياليو لپاره له ميدان وردګو ولايت څخه د پياوړې لوبډله ټاکل دي .

هغه زياته کړه، هره لوبډله چې د دغو سياليو لومړی مقام ترلاسه کړي، د زونونو تر منځ د فوټبال په جوړېدونکو سياليو کې به د ميدان وردګو ولايت استازيتوب وکړي .

د دغو سياليو يوه لوبغاړي شمس الرحمن پژواک ته وويل، دغه ډول سيالۍ د دوی لپاره ډېرې ګټورې دي .

ده زياته کړه: ((په دغو سياليو کې به ګڼ شمېر لوبغاړي د خپلو وړتياوو په ښودلو سره ولايتي او نورو لوبډلو کې د لوبېدو چانس پيدا کړي.))

د فريد په نوم يو بل لوبغاړي بيا د ښاروالۍ له لوري د لوبغالي ټاکل شوى فيس د ورکړې له امله شکايت وکړ.

دى وايي: ((کله چې دوی لوبې ترسره کوي نو په لوبغالي کې د لوبېدو په موخه دوی ښاروالۍ ته زر افغانۍ فيس ورکوي چې د لوبغاړو لپاره دا لويه ستونزه ده.))

هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

خو د ميدانښار ښاروال محمود اميري بيا پژواک ته وويل له يادو لوبغاړو يوه اندازه فيس اخلي چې دوی پرې د لوبغالي ساتنه کوي.

ده زياته کړه، ګڼې لوبډلې چې لوبغاړي د فيس ورکولو توان نه لري دوی ورته په وړيا ډول د لوبو کولو زمينه هم برابره کړې ده .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې