کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وايي چې د جلال اباد د ځانمرګي بريد په اړه څېړنې روانې دي او ډېر ژر به د ننګرهار ولايت امنيتي وضعيت ښه شي.
ډاکټر عبدالله يادې څرګندونې د کابل په سردار داوود خان روغتون کې د جلال اباد د ځانمرګي بريد د ټپيانو د پوښتنې پر مهال کړې دي.
دغه ځانمرګى بريد چې د تېرې شنبې په ورځ (د وري ٢٩مه) د جلال اباد ښار د کابلبانک څانګې مخې ته شوى و، په ترڅ کې يې ٣٥ هېوادوال ووژل شول او ١٢٥ نور ټپيان شول.
له يادې پېښې ٢٨ تنه سخت ټپيان د کابل سردار داوود خان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتره د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله تېره شپه د کابل سردار داوود خان روغتون ته ولاړ او د جلال اباد پېښې د ټپيانو پوښتنه يې وکړه.
ډاکټر عبدالله يو ځل بيا د جلال اباد او دې ته ورته بريدونه په کلکه وغندل او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا دعا وکړه.
هغه د سردار محمدداوود خان روغتون له ډاکټرانو څخه مننه وکړه چې د ټپيانو په درملنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
ده زياته کړه: ((تر اوسه چې کوم ټپيان د ننګرهار له پېښې راوړل شوي، سره له دې چې د ټولو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و، خو بيا هم د الله ج په مرسته او د ډاکټرانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله هېڅ يوه هم خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.))
اجراييه رييس وويل چې د جلال اباد د بريد په اړه څېړنې دوام لري او ډاډ يې ورکړ چې حکومت د ننګرهار وضعيت ته ځانګړې پاملرنه لري او ډېر ژر به يې امنيتي حالت ښه شي.
هغه ټينګار وکړ چې د ياد بريد عاملين به ونه بښل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










