کندهار (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د کندهار ولايت د ښوراوک او ريګستان ولسواليو اوسېدونکي وايي، په ولسواليو کې يې هېڅ راز روغتيايي اسانتياوې نشته او خپل ډېر عادي ناروغان هم د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د درملنې لپاره وړي.
هغوى دغه راز زياتوي چې د لارو د خرابوالي له امله يې ډېر مهال ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
د ښوراوک ولسوالۍ د بالاحصار سيمې يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، کلونه وشول چې دغه ولسوالي له روغتيايي اسانتياوو بې برخې ده او ناروغان يې د درملنې لپاره پر اوږدو او خرابو لارو پاکستان ته وړل کېږي.
هغه زياته کړه، په ټوله ولسوالي کې ان يو کلينيک هم نشته، ځکه خو ډېرې عادي ناروغۍ هم د خلکو ژوند اخلي.
دى وايي، د دې تر څنګ په دې ولسوالي کې مخابراتي اسانتياوې هم نشته او دغه راز کندهار ښار ته غځېدلې لاره يې هم کنډ او کپر ده، ځکه خو خلک مجبور دي د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره پاکستان ته لاړ شي.
فيض محمد زياته کړه: ((خلک نه يوازې خپل ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته وړي، بلکې خوراکي او غير خوراکي توکي هم له هغه ځايه راوړي.))
نوموړي ګيله وکړه چې حکومت ښوراوک ولسوالي له پامه غورځولې او ان په تېرو څوارلسو کلونو کې يې دغلته يو روغتيايي مرکز هم جوړ نه کړ.
هغه وويل، د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکي له نوي حکومت څخه غوښتنه کوي چې هغوى ته دې د ژوند د نورو اسانتياوو د برابرولو تر څنګ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.
د رېګستان ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه دغه ولسوالي د ژوند له ګڼو اسانتياوو بې برخې ده او خلک يې له کړاو څخه ډک ژوند تېروي.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي شيرين پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو لويه ستونزه د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ په ولسوالي کې کلينيک خو څه کوي، يو درملتون هم نشته، خلک له راز راز ستونزو سره مخ دي، دلته چې کله هم څوک ناروغ شي، د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، ځکه کندهار ښار له دې ولسوالۍ څخه ډېر ليرې دى او لاره يې هم ډېر خرابه ده چې تګ راتګ پرې بېخي ناشونى دى.))
نوموړي هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به تر څو د محروميت او کړاو ژوند تېروي، په کار ده حکومت د کندهار ښار او رېګستان ولسوالۍ تر منځ سړک پوخ کړي، مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي او د خلکو د درملنې لپاره روغتيايي مرکز جوړ کړي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم وايي چې د دې ولايت د اوولسو ولسواليو له ډلې يوازې په دوو ولسواليو ښوراوک او رېګستان کې روغتيايي مرکزونه نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې په يادو شوو ولسواليو کې تر دې مهاله روغتيايي اسانتياوې نشته، لامل يې د روغتيايي پرسونل نشتوالى او د خلکو نه همکاري ده.
دى وايي، تر اوسه د يادو شوو ولسواليو اوسېدونکي د عامې روغتيا رياست ته نه دي ورغلي چې له هغوى څخه د روغتيايي اسانتياوو غوښتنه وکړي.
خو هغه يادونه وکړه چې که د سيمې اوسېدونکي له هغوى سره همکاري وکړي، يو- يو کور د هغوى په واک کې ورکړي، د روغتون د پرسونل او اړوندو وسايلو ساتنه وکړي، نو هغوى چمتو دي چې په دغو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه پرانيزي.
پخلا وايي، شپږ کاله وړاندې يې په ښوراوک کې يو روغتيايي مرکز جوړ کړى و، خو ټول سامان الات يې لوټ شول، نو ځکه وتړل شو.
نوموړي د بېلګې په توګه معروف ولسوالي ياده کړه چې هغه هم د ليرې او سرحدي ولسواليو له ډلې ده، خو دا چې اوسېدونکي يې د روغتيايي پرسونل او روغتيايي وسايلو ساتلو ته چمتو شوي، هغوى په کې روغتيايي مرکز پرانيستى چې خلکو ته منظم روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
هغه دا هم په وويل چې د کندهار ښار په ګډون په ١٥ ولسواليو کې دا مهال ٩٣ روغتيايي مرکزونه فعال دي.
ښوراوک او رېګستان ولسوالۍ د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ او ٣٥٠ کيلومتره په واټن ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، دغو ولسواليو ته غځېدلي سړکونه خام او ناامنه دي، ځکه خو په کې د ژوند اسانتياوې د نشت برابر دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










