پل علم (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د لوګر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې د پاکستان په مرسته د نايب امين الله خان ٣٠٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې له تېرو نهو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې دي.
د لوګر اوسېدونکي وايي چې که دا روغتون جوړ شي، نو دوى به کابل ته د ناروغانو له وړلو خلاص شي.
د نايب امين الله خان ٣٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره په ١٣٨٥ کال کې له کابله راغلي پلاوي کېښوده. د لوګر د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې روغتون کابو ٨٠ سلنه بشپړ شوى.
د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد ظريف نايب خېل پژواک ته وويل چې ددې روغتون د جوړېدو لګښت پاکستان پر غاړه اخيستى او ساختماني چارې يې د نفسک په نوم د يوه پاکستاني شرکت له خوا پرمخ وړل کېدې، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د جوړونې کارونه په ټپه ولاړ دي.
نايب خېل زياتوي چې دا موضوع يې څو ځله په کابل کې له مرکزي ادارې او د پاکستان سفارت له چارواکو سره شريکه کړې، خو هغوى په دې اړه هېڅ ګام نه دى پورته کړى.
دا روغتون چې ٢٠ جريبه ځمکه احاطه کوي او په پنځو پوړونو کې جوړېږي، د کابل- ګردېز د لويې لارې ترڅنګ د پل علم ښار اړوند د پورک په سيمه کې موقعيت لري.
د لوګر د عامې روغتيا رييس زياته کړه: "دا ٣٠٠ بستريز روغتون د پاکستان په ٣٥ ميليونه ډالره مصرف جوړېږي چې ٢٧ ميليونه يې ساختماني کارونو ته ځانګړي شوي او پر پاتې اتو ميليونو ډالرو ورته روغتيايي وسايل اخيستل کېږي او پيسې يې هم مستقيم هغوى (پاکستان) لګوي."
نايب خېل وويل چې دا روغتون د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، داخلې، ګوش و ګلو، اورتوپيدۍ، ستوماتولوژۍ، د سترګو او عمومي داخلې او نورو برخو لس څانګې لري که فعال شي نو له لوګر سربېره به د پکتيا او خوست ولايتونو ناروغانو د درملنې ظرفيت هم ولري.
اوسمهال له پل علم سربېره په بره کي برک او محمداغې ولسواليو کې درې بستر لرونکي روغتونونه فعال دي ، خو د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې له يوې خوا يې د خدماتو کيفيت ټيټ دى او له بلې خوا د ډېرو کمو ناروغانو د درملنې ظرفيت لري.
د پل علم اوسېدونکى اسدالله وايي چې د لوګر ډېر اوسېدونکي د درملنې لپاره کابل او يا هم له هېواده بهر ځي.
اسدالله زياته کړه: "دا د حکومت لپاره د شرم ځای دی چې په نهو کلونو کې يو روغتون نشي جوړولى، په داسې حال کې چې خلک په روغتيايي برخه کې له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي له پژواک سره په خبرو کې وويل، دا چې په نهو کلونو کې يو روغتون نه جوړېږي، دا زموږ د چارواکو په بې کفايتۍ دلالت کوي.
ستانکزي زياته کړه: "که چېري والي او د روغتيا رياست دا مساله په جدي توګه تعقيب کړې واى، نو تراوسه به ٣٠٠ بستريز روغتون نيمګړى پاتې نه وو، خومعلومه ده چې د ولس غوښتنو او ستونزو ته څوک رسيدګي نه کوي."
د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري هم مني چې دا روغتون يوه لويه پروژه ده او د اوږدې مودې لپاره نيمګړې پاتې ده.
خو اميري وايي چې ولايتي ادارې په دې برخه کې خپل مسووليت ترسره کړى او موضوع يې څو ځله په کابل کې له اړونده ارګانونو سره شريکه کړې ده.
هغه زياته کړه: "د روغتون لګښت پاکستان ورکوي او د کار چارې يې هم پاکستانى شرکت پرمخ وړي. پيسې هم د هغوى په اختيار کې دي. زموږ له لوري کومه ستونزه نشته که هغوى وغواړي کار پيل کړي نو امنيتي ادارې به يې امنيت خوندي کړي."
ده وويل چې اوسمهال تر هر بل وخت د لوګر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته ډېره اړتيا لري.
د يادونې ده چې په لوګر کې د درېيو بستر لرونکو روغتونونو ترڅنګ ٥٢ روغتيايي مرکزونه هم شتون لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










