منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اصغر ستانکزی د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د افغان کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی پياوړی لوبغاړی اصغر ستانکزی د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د غويي په ٣مه په يوه خبري غونډه کې چې په کې د ټاکونکې کمېټې مشر دولت خان احمدزى او نوى لوبډلمشر اصغر ستانکزى هم شتون درلود، دغه اعلان وکړ.

شفيق الله ستانکزي تر هر څه مخکې د پخواني لوبډلمشر محمدنبي عيسی خېل ستاينه وکړه او ويې ويل چې د هغه په مشرۍ کې افغانستان ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

نوموړي نبي عيسى خېل  پياوړی لوبډلمشر وباله او زياته يې کړه چې پر هغه د فشار له امله يې شخصي مهارت يې زيانمن شوى و.

د هغه په وينا، نبي عيسى خېل به د يوه پياوړي لوبغاړي په توګه په ملي لوبډله کې ولوبېږي.

د کرکټ بورډ  اجرائيوي رييس  وويل چې نوی لوبډلمشر اصغر ستانکزى ډېره او کافي تجربه لري او تر دې مخکې په ځينو لوبو کې يې کپتاني هم کړې ده.

ده زياته کړه: ((دغه ځل مو لوبډلمشر يا کپتان ته پوره صلاحيتونه او اختيارات ورکړي دي، تر څو هغه وکولى شي يوه ښه لوبډله وټاکي او ښې لاسته راوړنې ولري.))

شفيق ستانکزي وويل چې دوى د مرستيال کپتان لپاره ځوان لوبغاړى جاوېد احمدي ټاکلى، څو هغه په دې برخه کې تجربې ترلاسه کړي او په راتلونکي کې ترې ګټه پورته کړي.

اصغر ستانکزي د يادې خبري غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال له افغانستان کرکټ بورډ څخه يې مننه وکړه، چې ده ته يې د کپتانۍ دنده وسپارله.

هغه زياته کړه: ((کپتاني دروند مسووليت او زه به هڅه وکړم، چې هم پخپله او هم لوبډله ښه لوبه وکړي او هېوادو ته وياړونه راوړو.))

د نوموړي په وينا، په لوبډله کې د پخوانو تجربه لرونکو لوبغاړو نوروز منګل او نبي عيسى خېل شتون ده ته ګټه لري او د هغوى له تجربو به ګټه پورته کوي.

د ملي لوبډلې د ټاکونکې کمېټې مشر دولت خان احمدزي وويل چې دوى له بشپړ فکر او غور وروسته اصغر ستانکزى د کپتان او جاوېد احمدي د مرستيال په توګه ټاکلى دى.

هغه زياته کړه، چې دوى د انټرکانټينټال کپ لپاره ٢١ کسيزه ملي لوبډله هم اعلان کړه چې ټاکل شوې ده دوه مياشتې وروسته په سکاټلينډ کې ترسره شي.

نوموړي وويل چې ملي لوبډله به په ننګرهار او کابل کې تمرينات کوي او تر هغې وروسته ١٤ کسيزه ملي لوبډله ټاکل کېږي او بيا به سکاټلينډ ته روانېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د دغه کانفرانس پر مهال شېراغا همکار د ملي لوبډلې د مدير په توګه اعلان کړ.

د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په لړ کې له سکاټلينډ سره د ترسره کېدونکې لوبې لپاره اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.

اصغر ستانکزى (کپتان) جاوېد احمدي (مرستيال) نوروز منګل، محمد نبي عيسى خېل، سميع الله شينوارى، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي،  نجيب ځدران، ناصر جمال، محب الله اورياخېل، ميرويس اشرف، عزت الله دولتزى، فريد ملک، سيد شېرزاد، يمين احمدزى، دولت ځدران، حمزه هوتک، شرف الدين اشرف، شبير نوري، شهزاد محمدي او افسر ځاځى.

٢٧ کلن اصغر تر اوسه د افغانستان لپاره ٤٣ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې او د ٢٤،٤٣ منډو په اوسط سره يې ٩٠٤ منډې جوړې کړې، هغه په دې لوبو کې پنځه پنځوسيزې هم وهلې دي.

دغه راز نوموړي په ١٣ شل اووريزو سياليو کې هم برخه اخيستې او په ١٥ څلور ورځنيو لوبو  کې يې هم برخه اخيستې، ديوې سليزې او دوو  پنځوسيزو وهلو سره يې ٧٠٣ منډې جوړې کړې.

اصغر ستانکزي ددې ترڅنګ په ٩١ غير رسمي لوبو کې هم برخه اخيستې ده او تر ١٦٠٠ زياتې منډې يې جوړې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې