منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار کې ١٨ کسان په اېډز اخته دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

تالقان (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د تخار د عامې روغتيا رياست وايي، سږکال يې د اېچ آى وي اېډز وژونکې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي، چې له دې سره په دې ولايت کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ١٨ تنو ته ورسېده.

روغتيايي چارواکي اندېښنه ښيي، که په اېډز د اخته کسانو درملنه ونه شي او هغوى ته د دې ناروغۍ د سرايت په اړه پوهاوى ورنه کړل شي، نو ښايي د کورنۍ نور غړي يې پرې اخته شي.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپى وايي، سږکال په دې ولايت کې د اېډز دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې يوه يې د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکى او بله د درقد ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمنه ده.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، په اېډز اخته نارينه څو ورځې وړاندې د تخار په محبس کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو دوى تر اوسه د هغه د کورنۍ په موندلو نه دي بريالي شوي.

ډاکټران د ټولنيزو نادودو له امله په اېډز د اخته ناروغانو هويت نه ډاګه کوي. ساپي وويل، هغه کس چې په زندان کې د اېډز ناروغۍ له امله مړ شوى و، په تاجکستان کې د لواطت او زنا په تور بندي او وروسته افغان حکومت ته وسپارل شو، ترڅو د خپل بند پاتې موده دلته تېره کړي.

د تخار د عامې روغتيا رييس زياته کړه: "موږ د هغه د کورنۍ د نورو غړو په اړه اندېښمن وو، خو کوم ادرسونه چې ناروغ موږ ته راکول، کله به چې زموږ روغتيايي ډلې هلته تللې، نو هغوی د ده له خپلوۍ منکرېدل. ناروغ په مخدره توکو هم روږدی و."

ساپي د د دويمې پېښې په اړه وويل، جې څه موده وړاندې د درقد ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مېرمنه د درملنې لپاره روغتون ته راغلې وه، نو د هغې د وينې له معاينانو څرګنده شوه چې په اېډز اخته ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مېرمنه د څلورو ماشومانو مور ده او هغوى هم د ناروغۍ د سرايت له خطر سره مخ دي.

ده زياته کړه: "موږ هڅه کوو، له نورو کليوالو په پټه د دې کورنۍ غړي هم معاينه کړو."

د تخار د عامې روغتيا رييس وايي، که څه هم تر دې دمه په تخار کې د اېډز د ناروغي د پيدا کېدو لامل معلوم نه دی؛ خو زياتوي چې زياتره اخته کسانو له ايران، تاجکستان، سعودي عربو او نورو ملکونو دا ناروغي له ځان سره را لېږدولې ده.

 اېډز يوه وژونکې ناروغي ده چې د جنسي اړيکې، ککړو پېچکاريو (ستنو) او د سلمانۍ د ککړو ماشينونو پر مټ له اخته کس څخه نورو کسانو ته سرايت کوي. اېچ اى وي داسې ويروس دی، چې ډېره موده په بدن کې پټ وي او نښې ېې ژر نه څرګندېږي.

د تخار د عامې روغتيا رييس په دې ولايت کې د اېډز سرايت له ناورين سره ورته وباله، ځکه چې نه کنټرولېدونکې بې علاجه وژونکې ناروغي ده.

نوموړي همداراز يادونه وکړه، چې د تخار ملکي روغتون د اېډز ناروغۍ د تشخيص او درملنې کومه ځانګړې برخه نه لري او په دې ناروغۍ اخته کسان بايد د تشخيص او درملنې لپاره نورو ولايتونو او يا هم له هېواده بهر لاړ شي.

ساپي زياته کړه: "موږ په تخار ولايت کې د اېډز ناروغي لپاره کومه برخه نه لرو، د زون په کچه په کندوز کې د اېډز د درملنې لپاره يو يونټ شته چې تخار هم له کندوز څخه مراقبت کېږي؛ خو بايد ووايم چې اېډز ناروغي درملنه نه لري، خو وقايه ورته کېږي چې د ناروغ عمر يو څه اوږد شي".

ډاکټر ساپى وايي، چې ايډز د انسان د بدن دفاعي سيستم له منځه وړي چې ورسره د نري رنځ او محرقې په ګډون ډېر شمېر ناروغيو ته د فعاليت زمينه برابرېږي او همدا وي چې د انسان د مړينې لامل ګرځي.

په تخار کې د کف موسسې مشر ډاکټر مير کريم الله ضيا وايي، وروسته له دې چې د دغه ولايت په محبس کې په اېچ آی وي ناروغ کس خپل ژوند له لاسه ورکړ، نو دوى شکمن کسان چې په مرکز، ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي، د وينې د معايناتو لپاره يې ولايتي روغتون ته لېږي.

هغه زياتوي، د افغان کډوالو له بېرته راستنېدو سره د اېډز په ګډون ډېر شمېر ناروغۍ دغه هېواد ته لېږدول کېږي؛ خو په وينا يې چې اېډز ناروغي د اندېښنې وړ ده.

د تخار د عامې روغتيا اداره وايي چې د اېچ، آی، وي اېډز ناروغي لومړۍ پېښه شاوخوا ۶ کاله وړاندې ثبت شوې وه، چې تر دې دمه پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دى.

د روغتيا نړيوال سازمان او د اېډز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې ادارې د اټکل له مخې، په ټوله نړۍ کې له پنځه دېرش ميليونه زيات کسان د اېچ آی وي په ويروس اخته دي.

له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې هم د اېډز پر وژونکي ويروس د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی. دې سازمان د ۲۰۱۴ تر پايه په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۳۰۰ اټکل کړی وو.

په افغانستان کې د اېډز ناروغي لومړنۍ مثبته پېښه په ۱۳۶۸ کال کې ثبت شوې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا