منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان او امريکا د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې هوکړه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک١٠غويى٩٤): د عامې روغتيا وزارت او د امريکا د متحده ايالاتونو نړيوالې پرمختيايي ادارې په افغانستان کې د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې هوکړه وکړه.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼې کې راغلي، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې د مطبوعاتي دفتر له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.

د خبرپاڼې په حواله، د يادې هوکړې بنسټيزه موخه دا ده، چې د افغانستان په پنځو لويو ولايتونو کابل، بلخ، هرات ، کندهار او ننګرهار کې د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې د ډاکټرانو کاري وړتياوې لوړې شي، ترڅو په سمه توګه د نري رنځ درملنه وکړاى شي.

سرچينه کاږي، په نږدې راتلونکي کې به دغه پروګرام د افغانستان بغلان، بدخشان، خوست، باميان، جوزجان، تخار، فارياب، غزني او پکتيکا ولايتونو ته هم وغځول شي.

سرچينه زياتوي، د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره به په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان سره د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې ١٥ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هر کال زرګونه افغانان د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د يادې پروژې په پلي کېدو سره به يې د مړينې کچه راټيټه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا