کندهار ( پژواک، ۱۳ غویی ۹۴) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو په نوم دې خپل هېواد نه قرباني کوي.
هغه دغه څرګندونې د غویی په ۱۳مه، په توندو ټکو د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د نوي والي د معرفي په غونډه کې وکړې چې په کې د اجرائيوي رئيس تر څنګ د سيمه ييز ارګانونو د ادارې مسوولينو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او لسګونو نظامي او ملکي چارواو، قومي مخورو او نور ګډون کړى و.
جنرال رازق وويل: ((د ملي وحدت له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو لپاره دې افغانستان نه قرباني کوي.))
هغه زياته کړه، د هېواد امنيتي ځواکونه چې له تېرو څو کلونو راهيسې کومې لاسته راوړنې لري، دا يې د خپلو سرونو په قربانيو تر لاسه کړي دي.
خو نوموړي وويل چې په نظام کې استخباراتي کړۍ ننوتلې دي او د هغوى پر سرونو او ولايتونو يې سودا پيل کړې ده.
هغه زیاته کړه : ((زه خبر يم، که اړتيا وليدل شي نو په اړه به ټول ولس ته شواهد هم وړاندې کړم، چې د سولې شورا د افغانستان د خلکو له قاتل مولوي عبدالقيوم ذاکر سره د سرونو او ولايتونو سودا پيل کړې ده او پر دې کار کوي چې څنګه جنرال رازق ووژني، څنګه استاد عطا ووژني او څنګه نور ووژني.))
جنرال رازق په تونده لهجه وويل، هغه د چا ناموس او مال نه دى راوړى، بلکې د خپلې خاورې او خلکو د ناموسونو ساتنه او دفاع يې کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((که موږ جرم کړى وي، نو موږ سرعام په دار وځړوئ، ځکه ډېر ځوانان په دار وځړول شول او موږ تر هغه زيات نه يو، خو داسې نه وي نو دا سمه نه ده چې يو ورځ مو په قطر کې سودا کوئ، بله ورځ مو په اماراتو کې سودا کوي او بله ورځ مو بل ځاى.))
د ده په وينا، هغوى داسې سوله نه غواړي چې هېواد په کې ټوټه- ټوټه شي، که داسې سوله وشي، نو بيا به د هېواد هره سيمه د موسى کلا په څېر وي.
هغه ټينګار وکړ، چې له اتلس کلنۍ د خپل هېواد ساتنې او خدمت ته درېدلى او په دې لار کې يې پلار، ورور او د کورنۍ نورې غړي ورکړي: ((موږ په پنجابيانو مه وژنئ.))
د حکومت اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار د امنيه قوماندان د دغو څرګندونو په ځواب کې وويل چې په دې کې هيڅ شک نشته چې هم د هېواد مطلق اکثريت او هم حکومت د سولې رښتينې اراده لري.
هغه زياته کړه، څوک غواړي چې په هېواد کې دې مرګ ژوبله دوام ولري؟ خو د سولې معنا دا نه ده چې پر ملي ګټو معامله وشي، ځکه دا بيا سوله نه ګڼل کېږي.
دى وايي: ((د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې خپل نيت ښکاره کړې دى چې موږ څه غواړو او شايد چې موږ يو څه خوشبينه وو، ځينې هغه تجربې پر موږ بيا تکرار شوې چې مخکې هم راباندې تکرار شوې وې، خو زموږ موخه له لويه سره د هېواد او خلکو ګټې وې.))
خو هغه ډاډ ورکړ چې هيڅلکه به د سولې په نوم د افغانانو پر وينو معامله و نه شي، بلکې د هغوى د قربانيو قدرداني به کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










