ژبه

د لغمان ولايتي شورا وکيلانو تر منځ نښته کې درى کسان وژل  شوي

مهترلام (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا د دوو وکيلانو ترمنځ نښته کې درى کسان وژل شوي او پنځه نورټپيان دي.

د واحد الله په نو يوه عيني شاهد د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام ښار د عصمت په څلور لاري کې ناڅاپه ډزې وشوې.

هغه زياته کړه چې دا ډزې د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او يوسف ملنګزي د ساتونکو او پلويانو ترمنځ شوې دي.

دى وايي چې په ډزو کې له دواړو لورو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

د لغمان  د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته درى مړي او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.

د هغه په وينا، د ټپيانو روغتايي حالت د اندېښنې وړ دي او ځيني تر عملياتو لاندې دي.

د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې په مهترلام کې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

login or register a new account.