منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ابن سينا صدري او بېړني روغتونونو بېړنۍ څانګې بيا پرانيستل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د ابن سينا صدري او ابن سينا بېړني روغتون د عادي او بېړنيو ناروغانو څانګې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وايي چې دا روغتونونه تر دې وړاندې په ناوړه حالت کې و او د هېوادوالو اړتياوې يې نه شواى پوره کولى، خو د دې څانګې په پرانيستو سره به په کې د ټولو برخو اړين امکانات او طبي تجهيزات برابر او خلکو ته به طبي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دغه روغتونونه په بشپړه توګه خواشينوونکى حالت درلود، د کافي سرچينو له شتون پرته د دې امکان نه و چې دا څانګې له ټولو اړينو طبي تجهيزاتو سره فعالې کړو.))

تر دې وړاندې د استقلال روغتون  بېلابېلې برخې او د دشت برچي بېړني روغتون جراحي او بېړنۍ برخې له بيارغونې او معياري کولو وروسته په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا