جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې په نورستان ولايت کې د اصلاح شوو تخمونو د نشتوالي او بېکاره تخمونو د کر له امله، کرنيز حاصلات کم شوي دي.
پر بزګرو د تخمونو وېشل، د کرنيزو توکو، دارو درملو او د زراعتي وسايطو نشتوالی او په دې برخه کې د پروژو نه پلي کېدل د دغه ولايت د کرنې پر وړاندې نور خنډونه بلل کېږي.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير عبدالرووف نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې کار نه دی شوی.
نورستانی وايي، تر اوسه په نورستان کې کرنيزې پروژې نه دې پلې شوې، باغداري پر نشت حساب ده او حاصلات د بېکاره تخمونو له امله کال په کال کمېږي.
هغه په نورستان کې د کرنيزو محصلاتو د ترلاسه کېدونکي حاصل کره اندازه ونه ښوده، خو يادونه يې وکړه چې د حاصلاتو کچه کمه شوې ده.
ده زياته کړه: ((بزګر پخواني تخمونه کاروي دا تخمونه نه دي اصلاح شوي؛ ځکه خو حاصلات کال په کال کمېږي، هيله ده چې حکومت او مرسته کوونکي موسسې په دې برخو کې مرستې وکړي.))
د کرنې رييس زياتوي چې که د کرنې وزارت د نورستان کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کرنيزې پروژې ور نه کړي وېره شته چې د کوکنارو کر ته به مخه کړي.
نوموړی وايي: ((موږ په ټول نورستان کې يو ټراکټور نه لرو، بزګر د کرنېزو چارو لپاره له کليوالي قُلبو کار اخلي، نو فکر وکړئ زموږ زراعت په دې حالت کې دی.))
نورستاني دا هم وويل چې اوس په نورستان کې امنيت ښه دی، لارې يې د تګ راتګ لپاره برابري دي، نو حکومت او مرسته کوونکو موسسو ته په کار ده چې د دغه ولايت کرنې ته پاملرنه ډېره کړي.
هغه زياتوي چې په نورستان کې ۷۵ سلنه خلک په کرنه او مالداري بوخت دي، که په دغه ولايت کې د مالدارۍ، چرګانو او ماهيانو فارمونه جوړ شي د هېواد لپاره به ښه محصولات برابر کړي.
په نورستان ولايت کې سل زره متره مربع ځمکه د کرکيلې لپاره کارول کېږي، خو يوه برخه يې للمي ځمکې دي چې وېل کېږي په لږې خوارۍ سره په اوبي بدلېدلی شي.
د نورستان بزګر نيوکه کوي چې تر اوسه ورته د کرنې په برخه کې پاملرنه نه ده شوې، ځکه خو يې حاصلات کم دي.
د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی بزګر شفيق الله پژواک اژانس ته وويل چې د اصلاح شوو تخمونو نه شتون حاصلات کم کړي، خو حکومت دې چارې ته پاملرنه نه ده کړې.
هغه وايي: ((موږ خبر يو چې په نورو ولايتونو کې بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه رسېږي، خو نه پوهېږم چې له موږ سره ولې دا مرسته نه کېږي؟))
نوموړی وايي چې د نورستان ځمکې ښه حاصل ورکولای شي، خو که حکومت پاملرنه وکړي، نو ښه حاصلات به بازار ته عرضه کړي.
د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي اميرمحمد پژواک ته وويل چې کله کله يې فصلونه مرض ووهي، خو پر خپل سر ورته د کونړ يا ننګرهار له ولايتونو درمل راوړو چې ګټه ورته نه رسوي.
اميرمحمد وايي: ((د کرنې رياست راته نه اصلاح شوى تخم راکوي، نه دواګانې راکوي، مجبور يو چې د نورو ولايتونو په څېر کوکنار وکرو.))
د نورستان په ولايت کې د کوکنارو کرکيله صفر ده، خو وېل کېږي چې ځمکې يې د مناسبې هوا او اوبو له امله د کوکنارو کرکيله ته ډېره مناسبه ده.
بلخوا د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس وويل چې په دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ لپاره ډېر فرصتونه شته خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
سرپرست والي وايي چې په نورستان کې په طبيعي ډول انګور، بادام، ناک، مڼې او ورته نور ډېرې مېوې شته د کرنې وزارت بايد دې ته پاملرنه وکړي او ونې يې اصلاح کړي څو حاصلات يې نور هم ښه شي.
حافظ عبدالقيوم زياتوي چې د نورستان ځمکې د نورو فصلونو په ګډون د لوبيا لپاره ښه مساعده ده کرنې وزارت بايد دلته اصلاح شوي تخمونه وکاروي.
هغه وايي: ((د نورستان لوبيا ډېر شهرت لري که سمه پاملرنه ورته وشي دغه ولايت د هېواد او سيمې هېوادونو بازار ته محصولات برابرولای شي.))
سرپرست والي د دې پوښتنې به ځواب کې چې تاسو دا خبرې له چارواکو سره شريکې کړې؟ وويل: ((د کرنې له وزارت او امنيت شورا په غونډه کې مې په دې تړاو طرحې وړاندې کړې، خو تر اوسه مو پايلې نه دې ترلاسه کړې.))
نوموړى وايي، که حکومت او مرسته کوونکې موسسې د نورستان کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه وکړي د ځايي خلکو لپاره به د کار تر څنګ د هېواد بازارونو ته ښه محصولات برابر شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










