منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتيا وزير: هر کال له سلو زرو زيات ماشومان مري

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٤): د عامې روغتيا وزير د افغان ماشومانو له وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په هېواد کې هر کال له پنځو کلونو کم عمره له ١٠٠زرو څخه زيات ماشومان د بېلابېلو ناروغيو او خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر فيروزالدين فيروز، دغه موضوع نن د هغو مراسمو په ترڅ کې څرګنده کړه، چې د "مور په شيدو سره د خوړو ورکولو په نړيواله اونۍ" کې د "ټولې کارکوونکې ميندې کولى شي خپلو بچيانو ته شيدې ورکړي" تر شعار لاندې په کابل کې تر سره شول.

د مور په شيدو سره د خوړو د ورکړې نړيواله اونۍ، هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې د زمري له ١١ څخه تر ١٦ نېټې پورې نمانځل کېږي.

د عامې روغتيا د وزير په وينا، له يادې اونۍ څخه د نمانځنې موخه د ماشومانو د ژوند ساتلو لپاره بيا ژمنه کول او د دوى د خوړو وضعيت ښه والى دى.

وزير زياته کړه، د مور په شيدو سره د ماشومانو تغذيه، نه يواځې د ماشومانو د ژوند ساتلو لپاره يو مهم ګام دى، بلکې د راتلونکي نسل د غوړېدو ضمانت هم کوي.

ډاکټر فيروز زياته کړه: "له ميندو غواړو چې خپلې شيدې تر شپږو مياشتو پورې په متواتر ډول او له هغه وروسته تر دوو کلونو پورې له نورو غذاو سره خپلو ماشومانو ته ورکړي، څو ماشومان يې له خوارځواکۍ او نورو ناروغيو وژغورل شي او د مور له شيدو څخه په ګټې د دوى فزيکي وړتيا او استعداد زيات شي."

هغه ورته مهال د دې خبرې په څرګندولو سره چې له وچو شيدو څخه ګټه اخيستل، د ماشومانو د بېلابېلو ناروغيو او معيوبېدو لامل ګرځي، څرګنده کړه چې د عامې روغتيا وزارت هوډ لري چې هېواد ته د وچو شيدو د واردېدو د مخنيوي په برخه کې ګام پورته کړي.

د هېواد د روغتيايي چارو ياد لوړپوړي چارواکي زياته کړه: "اوسمهال ٧٠ سلنه ماشومان په لومړيو ساعتونو کې پيدا کېږي او ٦٠ سلنه ماشومان په لومړيو شپږو مياشتو کې له پيدا کېدو وروسته؛ د مور په شېدو سره مړيږي، خو دا بسنه نه کوي او موږ هڅه کوو چې د خلکو په راغونډولو کې د پوهاوي ورکولو پروګرام له لارې دغه شمېره له ٩٠ سلنې پورته کړو."

د عامې روغتيا وزير د معلوماتو پر بنسټ، هر کال له پنځو کلونو کم عمره درې ميليون ماشومان د خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي، خو په افغانستان کې له پنځو کلونو کمر عمره شا وخوا ١٠٠زره ماشومان ژوند له لاسه ورکوي، چې ٤٨زره يې د خوارځواکۍ له امله دي.

افغانستان کې د يونيسيف استازي اکهيل آيير (Akhil Lyer) هم چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلود وويل، اړينه ده څو د هغو ميندو لپاره  چې خپلو ماشومانو ته شيدې ورکوي؛ مناسب کاري فرصتونه رامنځته شي.

د هغه په وينا، په دغه برخه کې بايد کاري مناسب سياست او پاليسي هم په پام کې ونيول شي، څو ماشومان وکولى شي چې په ښه توګه خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا