Language

د مور شيدې  ماشومان له ساري ناروغيو ژغوري

خوست ښار (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د خوست د عامې روغتيا رياست وايي چې د مور شيدې د ماشومانو لپاره بشپړه غذا ده او د ساري ناروغيو مخنيوى کوي.

دغه څرګندونې د خوست د عامې روغتيا سرپرست، ډاکټر هدايت الله حميدي د زمري په ١٥مه په هغې غونډه کې وکړې، چې د دغه ولايت د عامې روغتيا په رياست کې ماشوم ته د مور د شيدو ورکولو اوونۍ په مناسب جوړه شوې وه.

نوموړي زياته کړه، هره مور بايد لږ تر لږه دوه کاله ماشوم ته خپلې شيدې ورکړي؛ ځکه د مور شيدې د ماشوم دفاعي سيستم د ناروغيو په مقابل کې پياوړی کوي او له بلې خوا ماشوم له خوارځواکۍ څخه ژغوري.

ډاکټر حميدي زياته کړه، هغه ښځې چې ماشومانو ته خپلې شيدې ورکوي، د سينې په سرطان د اخته کېدو چانس يې پنځه ويشت فيصده نسبت هغو ته چې ماشومان ته خپلې شيدې نه ورکوي کم دی.

دى وايي: ((کله چې ماشوم د مور شيدې ونه خوري هغه په بېلابېلو ساري ناروغيو باندې لکه سينه بغل، اسهال او نورو وژونکو ناروغيو اخته کېږي او دغه راز د وجود معافيتي سيستم يې هم کمزوری کېږي.))

ديني عالم مولوي محمد داود وقفي هم وايي چې د اسلام مبارک دين هم پر دې ټينګار کوي چې هره مور بايد کم ترکمه دوه کاله خپل ماشوم ته شيدې ورکړي، څو راتلونکي کې په يو سالم انسان باندې بدل شي.

مولوي داود وقفي ټولو ميندو ته سپارښتنه وکړه چې پر خپلو ماشومانو باندې پوره پام وساتي او له خوارځواکۍ څخه يې دې وساتي.

ده زياته کړه: ((د اسلام مبارک دين هغه څه نه دي پرېيښي چې په هغه کې د انسان لپاره ګټه نه ده موجوده، چې له هغې څخه ماشوم ته د مور شيدې ورکول دي، اسلام مبارک دين وايي چې هره مور بايد دوه کاله خپل ماشوم ته شيدې ورکړي.))

په سوېل ختيځ زون کې د يونيسف دفتر د معلوماتو له مخې، چې دا مهال په هرو سلو ماشومانو کې څلور په خوارځواکۍ اخته دي، د ۲۰۰۳ زېږديز کال په پرتله څو چنده کموالی ښيي، خو د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا په برخه کې د نورو غير دولتي موسسو په مرسته دا شمېره راکمه شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics