منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جراحي اعصابو افغان ډاکټر وستايل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

جلال اباد ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : د نظراباد علمي او کولتوري ټولنې  لخوا دهېواد پېژندل شوي عصبي جراح ډاکټر احمد عبيد مجددي لاسته راوړنې وستايلې.

د اعصابو دغه افغان جراح ډاکټر څو مياشتې مخکې د پاکستان د تر ټولو ستر طبي پوهنتون "  University of Health Science "  څخه د عصبي جراحۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه او د سرو زرو مډال يې ګټلى و.

د هغه د وياړ او ستاينې په موخه د جلال اباد ښار په سپين غر غونټل کې د نظر اباد علمي او کولتوري ټولنې لخوا نمانځغونډه جوړه شوه، چې پکې پردولتي چارواکو سربېره، فرهنګيانو، پوهنتون استادانو، محصلينو او طبي ډاکټرانو برخه اخیستې وه .

د يادې ټولنې مشر قاضي محمد حسن حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټولنه يې خپلواکه ده او دا ډول غونډي د ټولني د غړيو په خپلو شخصي امکاناتو باندې جوړوي .

هغه زياته کړه، چې ډاکټر عبيد د هېواد لپاره ستر وياړ راوړى دى او له دولت څخه يې وغوښتل چې  نوموړى تقدير کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال ډاکټر احمد عبيد د ټول هېواد لپاره په عصبي جراحۍ کې يو لوی وياړ وباله او زياته يې کړه ،چې دده په راتک سره د سترو عملياتو لپاره له هېواده بهرد افغانانو د تللو مخه نيول شوې.

نوموړي په ټولو ډاکټرانو اوځوانانو غږ وکړ چې هر يو له ځانه  عبيد مجددي جوړ کړي،دا يې د هڅو او زحمتونو پايله ده چې نن په ښه نوم او ښې وړتيا شهرت لري.

د ننګرهار د عامې  رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسې معراج د ډاکټراحمد عبيد مجددي وروستۍ لاسته راوړنې او په پاکستان کې د سرو زرو مډال اخيستل د هېواد لپآره وياړ وباله

غونډې ته د ملي ثبات ګوند مشر ضياء الحق امرخېل هم وينا وکړه او ډاکټر عبيد ته يې ددې ستر وياړ مبارکي ورکړه ،اود نظراباد علمي او کولتوري ټولنې دا ابتکار يې وستايې .

په غونډه کې طبي ډاکټرانو عبيد مجددي په هېواد کې لومړی عصبي جراح ياد کړ، چې په دې برخه کې يې تر ټولو لوړې زده کړې کړي.

غونډه ته د کابل پوهنتون استاد پوهنوال استاد لال پاچا ازمون ،د سولې او ثبات ګوند مشر ضياالحق امرخېل ، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم، دافغانستان او انګلستان د سوداګرۍ خونې مشر قاري ضياالرحمان ضيا ،د بېلابېلو ټولنو مشرانو او ګڼ شمېر نورو علمي او قومي مشرانو خبرې وکړې.

ډاکټر احمد عبيد مجددي له ٢٠١٢ کال راهيسې د عصبي جراحۍ په برخه کې له ياد پوهنتون نه د سرو زرو مډال اخيستى چې سږ کال د دغه پوهنتون د بېلابېلو طبي څانګو څخه د فارغينو ټوليز شمېر څه باندې سل تنه کېږي.

ډاکتر مجددي وويل چې دى له تېرو پنځو کلونو راهيسې (له ٢٠٠٨ نه تر روان کال پورې) د ماسټري درجې درسونه د اعصابو د جراحۍ په برخه کې په همدغه پوهنتون کې چې د پاکستان په لاهور کې موقعيت لري، مخته وړلې.

نوموړى په ١٣٨٣ لمريز کال کې د ننګرها پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ شوى او له دې وروسته يې د دغه ولايت په ځايي روغتون کې دنده اجرا کړې ده.

هغه له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل کې په خصوصي سکتور او ننګرهار عامه روغتون کې د اعصابو د جراح په توګه بې مخيني عمليات تر سره کړي دي.

د ډاکټراحمدعبيد مجددي ځينې بريالي عمليات تر دې وړاندې د ملي او نړيوالو رسنيو تر خبري پوښښ لاندې راغلي او د Discovery ټلويزيوني چينل يې پر ژوند او علمي لاسته راوړنو مستند فلم هم جوړ کړى دى.

ډاکټرمجددي په کابل کې د يوې طبي ټولنې دوره يي مشر دى او د خپلې وروستۍ بريا په اړه يې وويل:((دا بريا دې ټولو افغانانو ته مبارک وي، د خپل دې بري معنوي وياړ د وطن ټولو شهيدانو په ځانګړي ډول د ننګرهار بې ګناه وژل شوو وګړو ته ډالۍ کوم.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا