منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار هدفي وژنو کې دوه تنه وژل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

کندهار ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : په کندهار ښار کې وسله والو يو تن وژلى او د يوه بل وژل شوي تن جسد موندل شوى دى.

لومړۍ پېښه نن د زمري په ١٧مه، سهار مهال د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کابل دروازې په سيمه کې شوې ده.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل وسله والو نن سهار د کندهار ښار د کابل دروازې په سيمه کې پر يوه ملکي وګړي ډزې کړې او بياتښتېدلي دي.

هغه زياته کړه، وژل شوى تن عام دوکاندار دى او له دولت سره يې کوم تړاو نه درلود.

دى وايي، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي تر څو معلومه کړي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او که کومه بله انګېزه لري.

د پېښې يوه عيني شاهد شريف الله چې په سيمه کې دوکان لري، پژواک ته وويل نن سهار وختي د خپل دوکان په پرانيستلو بوخت و چې پر موټر سايکل سپرو دوو تنو وسله والو پر يوه دوکاندار  ډزې وکړې.

هغه زياته کړه، دوکاندار ځاى پر ځاى ووژل شو او وسله وال وتښتېدل، خو وروسه پوليس راغلل او سيمه يې کلابنده کړه.

بلخوا د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې د ميانجوى په سيمه کې د يوتن جسد موندل شوى چې په مرموزه توګه وژل شوى دى.

که څه هم د والي وياند د دې پېښې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د يوه کس جسد موندل شوى چې پر ډزو لګېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړه، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي او جسد يې روغتون ته لېږدولى دى.

په کندهار کې يادې شوې پېښې داسې مهال کېږي چې د کندهار والي دوه ورځې مخکې د ولايت مقام په امنيتي غونډه کې امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې دغلته دې د هدفي او مرموزو وژنو مخه ونيسي.   

دا ملکي وګړي په داسې حال کې وژل شوي، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې، تېره ورځ د کابل په درېيو ځانمرګو بريدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه وايي چې د روان زېږديز کال په تېرو شپږو مياشتو کې د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه يواځې يوه سلنه زياتوالى راغلى ، په دې موده کې ٤٩٢١ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ١٥٩٢ تنه يې وژل شوي او ٣٣٢٩ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز د يوناما په راپور کې راغلي چې دافغانستان په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې هم ٥٧ سلنه زياتوالى راغلى، په دې موده کې ٤٤٠ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥٩ نور  ټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه