ژبه

سمنګان کې د ٣٢ جوړو ډله ييز واده ترسره شو

ايبک (پژواک ١٧ زمرى ٩٤): د سمنګانو مرکز په ايبک ښار کې نن د لومړي ځل لپاره د ٣٢ ځوانو جوړو ډله ييز واده تر سره شو.

د ډله ييزو ودونو دغه مراسم، په سعودي عربستان کې مېشت د ياد ولايت يوه اوسېدونکي حاجي عبدالقدوس ارباب زاده په مالي مرسته د ايبک ښار د قصر الماس په هوټل کې د ښځو او نارينه وو په دوو جلا محفلونو کې تر سره شول.

په دغو مراسمو کې د ناوې ګانو او زومانو شاوخوا درې زره خپلوانو هم ګډون درلود.

يوه ديني عالم مولوي عبدالقدير چې په دغو مراسمو کې وينا وکړه، د دا ډول مراسمو تر سره کول يې د اسلام دين له حکمونو سره سم وبلل او په ترڅ کې يې له خلکو وغوښتل، چې د ودونو مراسم د اسلام دين له احکامو سره سم تر سره کړي او له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي.

د ولايتي شورا غړي او د دغو مراسمو د تر سره کولو کميسيون مشر محمد هاشم وويل، يادې ٣٢ جوړې، هغه ځوانان او پېغلې دي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې د ودونو د تر سره کولو پيسې نه درلودې.

هغه وويل، يادې ٣٢ جوړې د دغه ولايت د حضرت سلطان، خرم سارباغ او دره صوف پايين ولسواليو اوسېدونکې دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې حاجي عبدالقدوس د دغو مراسمو له ترسره کولو سربېره هرې جوړې ته يوه ١٢ متره قالينه، د عربي سرو زرو يوه ګوته او ٥٠٠ امريکايي ډالره هم ورکړي دي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، له يادو ډاليو سره د دغو مراسمو ټول لګښتونه ٥٥زره امريکايي ډالره شوي دي.

حاجي عبدالقدوس وويل، د دغو مراسمو له تر سره کولو يې موخه له هغو ځوانانو سره مرسته ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د پيسو د نه شتون له امله د خپلو ودونو د تر سره کولو وس نه درلود.

د ايبک ښار يوه اوسېدونکي او زوم عبدالبصير، د پچې له مخې د پروګرام غور کس وپېژندل شو او د ١٥٠٠ ډالرو جايزه يې هم تر لاسه کړه.

يوه بل زوم او د خواجه اسماعيل ايبک کلي ٢٨ کلن عين الدين وويل: "څلور کاله وړاندې مې کوژده کړې وه، په تېرو درېيو کلونو کې کابل ته لاړم او کار مې وکړ او د خپلې ښځې درې لکه افغانۍ مهر مې ورته ورکړ، خو په ياده موده کې مې ونه شوى کولى چې د پيسو د نه شتون له امله واده وکړم."

هغه د نورو زومانو په استازيتوب له حاجي عبدالقدوس او د دغو مراسمو د تر سره کوونکي له پلاوي مننه وکړه او له ټولو کسانو چې اقتصادي وړتيا لري، وغوښتل چې د مرستې په ډول له هغو ځوانانو سره چې اقتصادي ستونزې لري، دا ډول مراسم تر سره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع