کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د سنوکر په نړيوالو سياليو کې دريو افغان لوبغاړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره په خپلو ګروپونو کې ښه مقامونه ترلاسه کړي دي.
د (ورلډ ٦ سنوکر) تر نامه لاندې دغه سيالۍ د زمري په ١٦مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوې چې په کې د ١٥ هېوادونو ٧٦ لوبغاړو برخه اخيستې ده.
په دغو سياليو کې د افغانستان له لوري صالح محمد، رييس خان سينزي او نادر خان سلطاني برخه اخيستې چې په بېلابېلو ګروپونو کې دي.
د يادو سياليو د رسمي ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي صالح محمد په خپل ګروپ کې د دريو لوبو په ګټلو سره لومړى مقام لري.
صالح په خپل ګروپ کې د سعودي لوبغاړي احمد السيري ته څلور پر يو، د هندوستان شهباز عديل ته څلور پر يو، د پاکستان محمد بلال ته څلور پر درې ماتې ورکړې، خو د هانګ کانګ له لوبغاړي چې واى او څخه دوه پر څلور ماتې خوړلې ده.
سرچينې زياته کړې، دغه راز بل افغان لوبغاړي رييس خان سينزي د مصر هېواد احمد کلال ته څلور پر صفر، د پاکستان عبدالرحيم ته څلور پر دوه ماتې ورکړې خو د قطر العبادي سينزي ته څلور پر دوه ماتې ورکړې ده.
سينزي هم تر اوسه درې لوبې کړې، دوه يې ګټلي او په خپل ګروپ کې درېيم مقام لري.
د يادو سياليو په ترڅ کې بل افغان لوبغاړي نادرخان سلطان هم درى لوبې کړې، دوه يې ګټلې او يوه يې بايللې ده. سلطاني د هندوستان منان ګندرا ته څلور پر درې، او د ترکيې محمد لايس ته څلور پر يو ماتې ورکړې ، خو د متحده عربي اماراتو لوبغاړي محمد شهاب سلطاني ته څلور پر يو ماتې ورکړې ده.
دا سيالۍ اوس هم په کراچۍ کې ادامه لري، نن د ګروپي سياليو وروستۍ ورځ ده او تر دې وروسته به د دغو سياليو بل پړاو پيلېـږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










