کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤ ) : دافغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه په زړه پورې څلور ورځنۍ سيالۍ کې د سريلانکا الف لوبډلې ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان الف لوبډلې د سيالۍ په لومړي پړاو توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۴ منډې جوړې کړې .
دى وايي چې د افغانستان له لوري حشمت شاهدي تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٩٥ منډې يې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د سريلانکا پرمختيايي لوبډلې په خپل لومړي پړاو توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۶۶ منډو په جوړلو سره پر افغان لوبډلې مخکښه شوه.
د نوموړي په وينا، افغان توپوهونکو د سيالۍ په دويم پړاو توپ اچونه کې ۱۵۶ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.
د سريلانکا پرمختيايي لوبډلې د افغان توپ اچونکو پر وړاندې لوبې ته ادامه ور نه کړای شوه او ټوله لوبډله يې په ١١٣ منډو وسوځېدله.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې د افغان توپ اچونکو له خوا شبير نوري د توپ اچونې په دواړو پړاوونو کې ۱۱، حمزه هوتک ۷ او سيد شېرزاد ۹ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبغاړى شبير نوري د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د يادونې ده چې د افغانستان لوبډلې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې هم د سريلانکا يادې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
تر دې وروسته به د افغانستان او سريلانکا د يادو لوبډلو ترمنځ څلور يو ورځنۍ سيالۍ هم ترسره کېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










