Language

خوست کې د نارنج په نوم کرکټ سيالۍ پيل شوې

خوست ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): په خوست کې د "نارنج" په نوم د کرکټ شل اوريزې سيالۍ چې د هېواد پر يو شمېر ولايتونو سربېره د خيبر پښتونخوا لوبغاړو هم په کې ګډون کړی، جوړې شوې دي.

د کرکټ دغه سيالۍ د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د يو شمېر ملي پانګوالو له لوري په نوي جوړ شوي خصوصي معياري لوبغالي کې پيل شوې دي.

د يادو سياليو يوه تنظيموونکي محمدخان پژواک ژانس ته وويل چې په دې شل اوريزو لوبو کې د خوست د دريو لوبډلو په ګډون د کابل، لوګر، بلخ او د خيبر پښتونخوا لوبډلې په کې ګډون لري.

نوموړي زياته کړه چې له دې څخه يې موخه د هېواد په کچه د ځوانو لوبغاړو د ښې روزنې او په خپلو منځو کې د تجربو د شريکولو لپاره د زمينې برابرول دي.

محمد خان وويل: ((موږ غواړو چې کرکټ نور پرمختګ هم وکړي او ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو ته ځوان لوبغاړي ور وپېژندل شي او دوی معياري کرکټ زده کړي.))

د دې سياليو په ترڅ کې لومړۍ لوبه د خوست بادشاه او د لوګر ولايت د لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د خوست بادشاه لوبډلې د لوګر لوبډلې پر وړاندې بريا ترلاسه کړه.

د يادې لوبدلې د نندارې لپاره سلګونه لوبغالي ته ورغلي وو او د دواړو لوبډلو هره لاسته راوړنه يې په چک چکو بدرګه کوله.

د لوګر لوبډلمشر سميع الله له پژواک خبرى اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې پر يوه معياري لوبغالي د هېواد د کرکټ له بېلابېلو لوبډلو سره ورته د لوبو کولو زمينه برابره شوې.

هغه وويل: ((د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره د خصوصي سکتور دا ګام ډېر ښه بولم. زموږ غوښتنه له پانګوالو دا ده، چې د سپورت په برخه کې هم خپلې پانګونې ته ځانګړی اهميت ورکړي)).

login or register a new account.

Related Topics