منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننکرهار کلالان د لاسي صنعت ودې ته د حکومت پاملرنه غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ زمری ۹۴): په ننګرهار ولايت يو شمېر کُلالان غوښتنه کوي چې حکومت بايد د لاسي صنايعو د ودې او بازارموندنې لپاره پاملرنه ډېره کړې.

د برېښنا نه شتون، د کُلالۍ ودې ته نه پاملرنه، د ځمکې نشتوالی او په ټوله کې د پلاستيکي او شيشه يي ورته توکو واردات د دغه صنعت د نابودۍ لپاره نور ګواښونه دي.

۶۵ کلن شالي ګل د جلال اباد ښار شمال ته په درونټه کې کابو دوه بسوې کرنيزه ځمکه اِجاره کړې او د کلالۍ لپاره يې په کې هټۍ او خرڅلاو ځای جوړ کړی دى.

هغه له ۴۰ کلونو راهيسې کلالي کوي، خو په همدومره کلونو کې تر اوسه نه دی توانېدلی چې د کارو بار لپاره ځمکه وپېري او خپل لاسي صنعت په کې مخ ته يوسي.

په ننګرهار کې د پانګوالو لپاره صنعتي پارک شته، خو ويل کېږي سيمه ييزه اداره نه ده توانېدلې چې غازی امان الله خان ښارکوټي ته څېرمه دغه پارک فعال او ګټې اخيستنې ته وسپاري.

کًلال شالي ګل يادونه کوي: ((کار مو ښه پر مخ ځي، زه هر ډول خټين لوښي او توکي جوړوم او ښه خرڅلاو هم لري، خو د کار لپاره ځمکه نه لرم ، دلته مې له يوه کسه کرنيزه ځمکه د کال په ۳۰ زره افغانۍ اِجاره کړې ده.))

شالي ګل چې د کلالۍ په څرخه کې يې له تړلې خټې د ګلدانۍ د جوړولو چاره پيل کړې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې ګلدانۍ، منګي، خزانې او ورته خټين توکي جوړوي او د ننګرهار په ګډون يې کابل او نورو ولايتونو ته هم ترې خلک وړي.

دی وايي: ((پخوا به مو ډېر شيان جوړول، خو اوس پلاستيکي توکي راوتي، نو خټين نه خرڅېږي، بله دا چې يو نيم ورته توکي له بهره هم راځي نو موږ ورسره ښه رقابت نه شو کولی ځکه چې پر موږ مصروفونه ډېر دي. نو هيله ده چې پر هغو توکو ګمرکي تعرفې لوړې شي.))

په ننګرهار ولايت کې د کلالۍ د هټيو او کارېګرو دقيق شمېر نه دی معلوم، خو د دغه ولايت له ښار څخه په وتلو سيمو کې کلالان لا هم فعال دي او د دغه صنعت د ژوندي ساتلو تر څنګ ترې ګټه وټه اخلي.

ثناءاستاد د ښار به بله څنډه خوشکنبد کې په خپل کاله کې ورته خټين توکي جوړوي او افغان مېنې په سيمه کې يې په يوې کوچنۍ هټۍ کې پلوري.

دی وايي: ((زه هر ډول خټين لوښي جوړوم او پلورم يې، ګټه وټه يې ښه ده، خو لا هم ورته خټين توکي له پاکستان راځي او معلومه ده، چې زموږ پر بازار اغېزه لري.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزی پژواک ته وويل: ((د کلالۍ د صنعت توکي له پاکستانه نه راځي، خو چينايي ظريف لوښي د تورخم له لارې ننګرهار ته راځي او ګمرک کېږي هم.))

اخوا د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې د کلالۍ صنعت شته او تر ډېره په لرو پرتو سيمو کې دی خو تر اوسه يې له دوی سره خپلې ستونزې نه دې شريکې کړې.

ګرديوال وايي: ((په لرو پرتو سيمه کې کلالان شته او کارونه يې ښه دي، خو تر اوسه دوی يوې سيمې ته نه دي راوړل شوي او بايد په هماغه سيمه کې کار وکړي؛ ځکه هلته خلک د دوی لاسي توکي اخلي، بله دا چې تر اوسه دوی موږ ته د خپلو ستونزو په اړه هم شکايت نه دی کړی.))

د جلال اباد ښار اوسېدونکي اسرارالله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د کلالۍ هنر د ودې لپاره جدي پاملرنه وکړي او داسې حکومتي فابريکې جوړې کړي چې همدې کسانو ته په کار پيدا شي.

نوموړی وايي: ((که همدا توکو ته ښه رنګونه ورکړل شي او په عصري ډول جوړ شي ممکن د پلور ساحه يې پراخه شي.))

کلالي د هېواد په ډېرو ولايتونو کې پخوانی دود دی چې تر اوسه د کليوال د اصلي فرهنګ په ډول پېژندل کېږي.

افغان ليکوال بازمحمد عابد وايي: ((د کلالي لوښي ماته د ابا او اجدادو ژوند مخې ته کېږدي، هغه وخت ته مې بيايي چې په نړۍ کې د لوښو پرمختللې کارخانې لا نه وې جوړې شوې. دا منم چې کلالي لوښي به د هغه وخت اړتيا وه، خو نن هم که فکر وکړو دا توکي بې ضرورت څېز نه دی. کليوالي توليد دی.))

د عابد په وينا، په دې وروستيو کلونو کې د کلالۍ هنر کم رنګه شوی، حکومت دې ورته جدي پاملرنه وکړي او عصري بڼې ته يې واړوي.

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېر عالم امله وال پژواک اژانس ته وويل چې وزارت يې د لاسي صنعت د ودې په موخه پر داسې تګلاره کوي کوي چې د دغه صنعت د ودې څرنګوالی په کې معلوم او عملي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد