منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل دولتي روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤: د کابل دولتي روغتونونه د درملو د کمښت په سبب داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش پرې کړى، خو ماليې وزارت وايي چې دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

د هېواد د اساسي قانون د ٥٢ مې مادې پر بنسټ، دولت د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او درملنې  وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تامينوي، خو اوسمهال د کابل روغتونونو د داخل بستر ناروغان اړ دي چې خپل د اړتيا وړ درمل له بازار نه وپېري.

به کابل کې د ابن سينا بېړني روغتون مشر ډاکټر رحمت د تېرې يکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې په روان کال کې يې درمل، روغتيايي توکي لکه بنداژ، پېچکاري او نور چې هر کال د عامې روغتيا وزارت له خوا چمتو کېږي، نه دي پېرل شوي.

نوموړي وويل چې په دې روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په سبب له تېرو پنځو مياشتو راهيسې داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش بند شوى او ناروغان اړ دي چې  د اړتيا وړ درمل له بازاره وپېري.

هغه زياته کړه چې د روغتون مشرتابه پلاوى د عامې روغتيا وزارت په لارښوونه د تېر کال د يوې کمې اندازې پاتې درملو نه کار اخلي او اوسمهال يواځې د بېړنيو ناروغانو برخې ته درمل او اړين توکي ورکول کېږي.

د ده په خبره، دا ستونزه د کابل په ټولو دولتي روغتونونو کې شته او که چېرې ډېر ژر حل نه شي، نو جدي ستونزې به پيدا کړي.

د ده په خبره،  که چېرې د اړينو روغتيايي توکو او درملو د پېرلو لپاره بوديجه هم ځانګړې شي، د عامې روغتيا وزارت نه شي کولى چې د روان  مالي کال تر پايه (د ليندۍ مياشتۍ پاى) پورې د اړتيا وړ درمل سمپل کړي او وپېري.

د خيرخانې د ١٠٢ بستريز روغتون مشر ډاکټر فضل محمد ابراهيمي هم د دې ستونزې پخلى وکړ او ويې ويل چې اوسمهال دغه روغتون ته هېڅ ډول درمل او مصرفي روغتيايي توکي نه دي پېرل شوي.

هغه هم زياته کړه چې په دغه روغتون کې د داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش بند شوى او يواځې د بېړنيو پېښو لپاره د تېر کال له زېرمو ګټه اخيستل کېږي.

د دغه روغتونونو مشران وايي چې درمل او مصرفي روغتيايي توکي ځکه روغتونونو ته نه دي پېرل شوي چې نړيوال بانک عامه روغتيا وزارت ته پيسې نه دې ورکړې.

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي چارو د ښه والي سلاکار ډاکټر خواجه قمرالدين صديقي هم د دې پخلى وکړ چې د بستري ناروغانو لپاره د درملو وېش پرې شوى دى.

نوموړي څرګنده کړه، که چېرې دا ستونزه دوام پيدا کړي او د درملو د تدارک لپاره زمينه مساعده نه شي، نو د عامې روغتيا وزارت به اړ شي چې پر بېړنيو ناروغانو هم وړيا درمل بند کړي.

صديقي وويل چې دا ستونزه يواځې د مرکز په روغتونونو کې ده؛ ځکه چې د مرکز روغتونونو ته د اړينو درملو تدارک د نړيوال بانک له خوا کېږي.

د ده په خبره، هغه پيسې چې د نړيوال بانک له پتې د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو د درملو د اړتيا پوره کولو لپاره د مرستې په توګه ورکول کېږي، دا دى د کال تر اوومې مياشتې پورې هم د عامې روغتيا وزارت په واک کې نه دي ورکړل شوې.

صديقي په دې اړه چې ولې په روان کال کې نړيوال باک د مرکز روغتوننو ته اړين درمل نه دي پيدا کړي؟ وويل:((هره ستونزه چې ده د حکومت او نړيوال بانک تر منځ ده، کومه تخنيکي ستونزه ده، څو ځله يې ژمنه وکړه چې ستونزه به حل کړي، خو دا ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده.))

صديقي زياته کړه، اوسمهال د عامې روغتيا وزارت پر نړيوال بانک سربېره له نورو نړيوالو شريکانو سره هم په اړيکه کې دى، څو په دولتي روغتونونو کې د درملو د کمښت د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

خو د نړيوال بانک وياند رووف ضيا وويل چې دغه بانک هر کال د افغانستان د ماليې وزارت ته سل ميليونه ډالر ورکوي، څو دا پيسې روغتونونو ته د درملو په پېرلو، د ملکي کار کوونکو په تنخوا او د ساتنې او څارنې په برخو کې ولګوي.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال ماليې وزارت ته سل ميليونه ډالر ورکړل شوي او ماليې وزارت کولى شي چې دا پيسې د اړتياوو پر بنسټ د درملو د پېرلو او روغتونونو او يا بلې هرې برخې ته د اړينو توکو په پېرلو ولګوي.

هغه زياته کړه، دا پيسې د نړۍ د ٣٤ هېوادونو مرسته ده چې هر کال د نړيوال بانک له لارې د افغانستان د بيا رغونې صندوق ته د مرستې په توګه ورکول کېږي.

د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي وويل چې نړيوال بانک  د افغانستان د بيارغونې له صندوق سره سل ميليونه ډالر مرسته کړې، خو د تخنيکي ستونزو په سبب تر اوسه پورې دولتي بوديجې ته نه ده شامله شوې.

د ده په خبره، د افغانستان د بيارغونې صندوق ته د ډونرانو مرستې وخت ته اړتيا لري او عملي کار پرې روان دى.

هغه زياته کړه، که چېرې دا پيسې ژر تر ژره بوديجې ته شاملې نه شي، ماليې وزارت به د کابل دولتي روغتونونو د ستونزې د حل لپاره د دولتي بوديجې له اړخه اقدام وکړي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ټوليز لګښت شاوخوا يو نيم ميليارد ډالره کېږي، چې شپږ سلنه يې ١٩ د نړيوالو شريکانو او ٧٥ سلنه نور يې د خلکو له خوا ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا