کابل ( پژواک، ٢٣ زمرى ٩٤ ) : د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه ورځنۍ سيالۍ کې د سريلانکا الف لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يو ورځنۍ لوبه پرون د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د سريلانکا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دغې لوبـډلې په ټاکل شويو ٥٠ اوورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٩ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ٢٤٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري پياوړي توپ اچوونکي حمزه هوتک د سريلانکا شپږ لوبغاړي وسوځول، حشمت الله شهيدي دوه او فريد ملک يو لوبغاړى وسوځاوه.
هوتک وايي چې افغانستان ياد هدف د يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته په ٤٩ اوور کې ترلاسه او لوبه يې وکړه.
د افغانستان له لوري حشمت الله شهيدي ٨٧ او نور و لي ځدراڼ ٥٣ منډې جوړې کړې.
حشمت الله شهيدي او حمزه هوتک د سيالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول.
د يادونې ده چې تر دې مخکې افغانستان په دوو څلور ورځنيو سياليو کې هم د سريلانکا دغې لوبـډلې ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










