منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته د سنوکر نړيواله اتلولي خپله کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤ ) : د افغانستان د سنوکر ګروپ پاکستان ته په پاى لوبه کې په ماتې ورکولو سره د ماسټرانو سنوکر د نړيوالو سياليو اتلولي خپله کړه.

د ( نړيوال سيکس ريډ سنوکر اتلولۍ)  تر نامه دا سيالۍ تېره اوونۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوې وې، چې په کټګوريو وېشل شوې وې.

ددې اتلوليو په فردي لوبو کې له ١٥ هېوادونو څخه شاوخوا ٧٤ لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې دوه افغان لوبغاړي صالح محمد او رييس خان سينزى د اتو غوره لوبغاړو برخې ته ورسېدل، خو له مخکې تګ څخه پاتې شول.

د سنوکر ددې سياليو د ماسټرانو د کټګورۍ سياليو پاى لوبې ته افغانستان او پاکستان لاره موندلې وه.  

په دې کټګورۍ لوبو کې دافغانستان له لوري صالح محمد او زمري احساس برخه اخيستې وه.

د دې سياليو په وېب پاڼه کې راغلي چې نن د زمري په ٢٤مه، ددې سياليو په پاى لوبه کې افغانستان پاکستان ته د دوو په مقابل کې په پنځو ميزونو يا فريمونو ماتې ورکړه.

د  صالح محمد او زمري احساس ګروپ د پاکستان پخواني نړيوال اتل محمد يوسف او نوين پرواني ډلې ته ماتې ورکړه.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې