کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د افغانستان کرکټ الف لوبـډلې په يوه تمريناتي دوستانه لوبه کې د سريلانکا پرمختيايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه نن د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سريلانکا پرمختيايي لوبـډله په ٣٨ اورونو کې په ١١٦ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١١٧ منډو هدف ورکړ.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري يمين احمدزي، سيد شېرزاد او نسيم بړېڅ دوه، دوه، حمزه هوتک، رحمت شاه او حشمت الله شاهدي يو يو لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي چې د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په پنځه ويشتم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
ده زياته کړه چې د افغانستان له لوري نورعلي ځدراڼ ٥٦ ناسوځېدلې منډې، نجيب الله ځدراڼ ٢٥ او افسر ځاځي ٢٣ منډې جوړې کړې.
د يادونې ده، افغانستان تر دې مخکې په دوو څلور ورځنيو او يوه يو ورځنۍ لوبه کې د سريلانکا يادې لوبـډلې ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










