کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د افغانستان د موى تاى لوبغاړو په تايلينډ کې د نړيوالو سياليو په ترڅ کې نورې برياوې خپلې کړې دي.
د افغانستان د موى تاى فدراسيون له خوا د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د دغو سياليو دريمه ورځ افغان لوبغاړو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
سرچينې زياته کړې چې افغان لوبغاړي ابراهيم حيدري په ٤٨ کيلوګرامه وزن کې خپل هندوستاني سيال او عبدالله اميري په ٥١ کيلوګرامه کې د ترکيې لوبغاړي ته ماتې ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز بل افغان لوبغاړي محمديوسف جهانګير په ٥٧ کيلو زن کې د ترکيې لوبغاړي او سلمان ميرزايي په ٦٠ کيلو وزن کې د اندونيزيا لوبغاړي ته ماتې ورکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان لوبغاړي جواد غلجايي نن په ٦٣ کيلو وزن کې له له بلجيمي لوبغاړي سره مسابقه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










