منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ټول کندهار ولايت کې درې ښځينه ډاکټرانې دي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندهار ( پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤ ) : د عامې روغتيا وزير وايي د امنيتي، مالي او کدري ستونزو سربېره د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې د خلکو په روغتيايي وضعيت کې به بدلون راولي او هغوى ته به غوره خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز دغه څرګندونې  د زمري په ٢٦مه، کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

ډاکټر فېروز د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د کندهار له والي ډاکټر همايون عزيزي، د عامې روغتيا له رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او يو شمېر نورو روغتيا پالانو او د روغتيا په برخه کې د خصوصي سکتور له مسوولينو سره په دې ولايت کې پر اړوندو ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.

په پيل کې د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا خبرې وکړې او ويې ويل، د کندهار نفوس په دې وروستيو کې ٢،٥ ميليونه تنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دلته په دولتي چوکاټ کې يواځې يو ٣٥٠ بستريز روغتون او ٤٦ روغتيايي مرکزونه او دغه راز د خصوصي سکتور په برخه کې ١٢ روغتيايي مرکزونه شته، چې د ناروغانو د درملنې لپاره په هيڅ توګه بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه، ميرويس حوزوي روغتون چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې يواځې د کندهار لپاره جوړ شوى، اوس د حوزې د پنځو ولايتونو په کچه د ٦،٨ ميليونه نفوس لپاره فعاليت کوي.

نوموړي دغه روغتون د هېواد په کچه تر ټولو مصروف روغتون وګاڼه او ويې ويل، دغه روغتون نه يواځې د تشکيل له سخت کمښت، بلکې د ځاى د تنګوالي له امله هم له سختو مشکلاتو سره مخامخ دى.

دى وايي، په يو شمېر ګڼ مېشتو ولسواليو کې يواځې يو- يو روغتيايي مرکز شته چې د پېچلې جغرافياوي جوړښت له مخې ورته د سيمې د ټولو اوسېدونکو لاسرسى ګران دى او دغه راز په دوو ولسواليو رېګستان او ښوراوک کې هيڅ روغتيايي مرکز نشته.

پخلا وويل: ((د ټول ولايت په کچه ٤٩٦ ډاکټران، نرسان، قابلې او نور روغتيا پالان کار کوي او تر ټولو بده دا چې دلته د ولايت په کچه يواځې درې تنې ښځينه ډاکټرانې شته چې په هيڅ توګه د ټول ولايت اوسېدونکي تر روغتيايي پوښښ لاندې نه شي راوستلاى.))

هغه د عامې روغتيا له وزير څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې دې د ښځينه ډاکټرانو د کمي د پوره کولو لپاره يو ستراتيژيک پلان جوړ کړي، څو په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو شمېر زيات شي.

خو نوموړي د دغو ستونزو سربېره يادونه وکړه چې په کندهار کې يې د همدغه طبي پرسونل په مټ د ١٤ لکه، ٤٢ زره او ٨١٢ تنو ناروغانو او دغه راز د ١١٥١٨ جراحي ناروغانو درملنه شوې ده.

د عامې روغتيا رييس په کندهار کې پوليو هم لوى ګواښ وګاڼه او ويې ويل که څه هم سږ کال دلته ماشومانو د ګوزڼ پېښه نه ده ثبت شوې، خو دا چې له دې ځايه پاکستان ته تګ راتګ ډېر زيات دى، د پوليو وايرس را انتقالېږي، چې بايد مخنيوى يې وشي.

هغه زياته کړه: ((٢٠١١ زېږديز کال د کندهار لپاره تر ټولو خراب کال و، ځکه د سوېلي زون په کچه د پوليسو ٦٢ پېښې ثبت شوې وې، چې ٣٥ يې يوازې په کندهار کې وې، په ٢٠١٢ او ١٣ کلونو کې د هغوى د ښه کار په پايله کې کومه پېښه نه وه شوې، خو په ٢٠١٤ کال کې په کندهار کې د پوليسو ١٣ پېښې ثبت شوې، چې هم له پاکستان دلته رالېږدېدلې وې.))

پخلا په کندهار کې د روغتيا په برخه کې خصوصي سکتور د فعاليتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې خصوصي روغتونونه د ناروغانو په درملنه کې ګټور ثابت شوي، خو د هغوى د فعاليتونو پر کيفيت نيوکې شته چې بايد نور هم ښه شي.

هغه کندهار د درملو د وارداتو په اړه وويل، په داسې حال کې چې په کندهار کې فارمسستان د ګوتو په شمېر دي، د درملو راوړل، خرڅول او ساتل ټول قانوني نه دي، ځکه په ډېرو مواردو کې ليدل شوي چې درمل د معياري سټورونو پر ځاى په عادي ګودامونو کې ساتل کېږي چې د درملو کيفيت ته زيان اړوي.

د نوموړي په وينا، سره له دې چې د کندهار د عامې روغتيا رياست په دې برخه کې پراخې هلې ځلې کړي او تېر کال يې ١١٠ ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل له منځه وړي، خو بيا هم داستونزه شته چې د مخنيوي لپاره يې ډېر کار ته اړتيا ده.

هغه دا هم وويل چې په کندهار کې د معتادينو شمېر زيات او د درملنې لپاره يې يواځې يو ٥٠ بستريز روغتون شته چې بسنه نه کوي او په دې برخه کې ډېرو ورته روغتونونو ته اړتيا ليدل کېږي.

پخلا د يادو شوو ستونزو تر څنګ د انکشافي بوديجې پر وخت نه تر لاسه کول، د عادي بوديجې کمښت، د سيمه ييزو روغتيايي کارکوونکو نشتوالى او نور جدي ستونزې وګڼلې.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې په تېرو کلونو کې د ناامنيو له امله ونه توانېد په ولسواليو کې د ١٣ روغتيايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړې، خو اوس چې شرايط نسبتاً ښه شوي، اړوند وزارت دې دغه ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي د دې تر څنګ د يو شمېر زورواکو غير مسلکي کسانو يادونه هم وکړه چې په کلينيکونو کې يې وسله ايښې وي او د ډاکټرۍ چارې تر سره کوي، چې د دغسې کسانو لست يې ولايت مقام ته سپارلى دى.

په هېواد کې د نړيوال روغتيايي سازمان WHO مسوول ريکارډ وويل چې اداره يې په کندهار کې د واکسيناسيون په برخه کې پراخې همکارۍ ته ژمن دى.

هغه وويل، په نړۍ کې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پوليو پېښې شته، خو د هېواد په کچه د پوليو تر خطرناکه سيمه کندهار دى، ځکه له پاکستان سره تګ راتګ په کې زيات دى.

نوموړي زياته کړه، چې د پوليو د واکسين پر مهال په کندهار کې ١٠ سلنه ماشومان له واکسيناسيون څخه پاتې کېږي او هغوى پر دې کار کوي چې څنګه دغه تشه ډکه کړي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز د کندهار د عامې روغتيا رياست له کارکوونکو او مسوولينو مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې يې خلکو ته روغتيايي خدمات رسولي دي.

هغه زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې په هر حالت کې خلکو ته غوره روغتيايي خدمات وړاندې کړي، سربېره پر دې چې دلته ناامني، مالي او کدري ستونزې شته، خو دا دا معنا نه لري چې روغتيايي خدمات به نه تر سره کېږي.

ده وويل: ((زموږ دنده دا ده چې څنګه کولاى شو په همدغسې سختو شرايطو کې خلکو ته روغتيايي خدمات ورسوو.))

هغه ومنله چې په کندهار کې په دولتي چوکاټ کې ٤٦ روغتيايي مرکزونه بس نه دي، خو ويې ويل چې د روغتيايي مرکزونو د ډېروالي او د ډاکټرانو او نورو روغتياپالو د شمېر د ډېرولو لپاره به کار کوي.

فېروز د روغتيايي خدماتو په برخه کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره مهمه وګڼله او ويې ويل څومره چې خصوصي سکتور غوره او کيفيت لرونکي خدمات وړاندې کوي، هومره به يې دولت ملاتړ کوي.

ده يادونه وکړه چې د کيفيت له ښه کېدو سره بهرنيو هېوادونو ته د درملنې لپاره د ناروغانو تګ کمېږي.

نوموړي د درملو را واردول، ساتل او خرڅو مهمه موضوع وګڼله او ويې ويل چې د هېواد په کچه د درملو ٥٠ سلنه اکمالات له کندهاره کېږي، سوداګرو ته په کار ده چې باکيفيته درمل را وارد کړي او په معياري سړو خونو کې يې وساتي.

د دې کار لپاره نوموړي درمل پلورونکو ته بلنه ورکړه چې په کندهار ښار کې دې د درملو يو معياري مارکېټ جوړ کړي، څو درمل په کې په ښه توګه وساتل شي او بيا نورو سيمو ته ولېږدول شي.

خو نوموړي ومنله، چې د درملو د وارداتو په برخه کې هم دولت او هم په خپله درمل پلورونکي ګڼې ستونزې لري، ده ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د رشوت او فساد مخنيوى کوي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې روغتيايي پوښښ ٣٣ سلنه دى، چې دا يوه فاجعه ده.

هغه غوښتنه وکړه چې د روغتيايي مرکزونو او تشکيل د ډېروالي تر څنګ دې په ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو لپاره وړ ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي د درملو په برخه کې ژمنه وکړه چې ښاروالي به په دې ولايت کې درمل پلورونکو ته ځمکه ځانګړې کوي، تر څو هغوى ورباندې پانګونه وکړي او د درملو د پلور او ساتلو لپاره معياري مارکېټ جوړ کړي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا