کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): افغاني سرې مياشتې ٤٥ ماشومان د درملنې په موخه د جرمني هېواد د "سولې ښارګوټي" ته لېږلي او ٥٥ افغان ماشومان به په راتلونکو دريو ورځو کې له درملنې وروسته کابل ته راستانه شي.
د افغاني سرې مياشتې د نړيوالو اړيکو او خپرونو مشرې صارمه افضلي، نن (د زمري ٢٧مه) په يوې خبري ناسته کې وويل چې د المان د سولې ښارګوټي ته د ماشومانو د لېږد په ٧٢ پړاو کې، د ژورې سوځېدنې او اورتوپيدي د څېرې د بدلون ٤٥ ماشومان د المان ښار ياد ښارګوټي ته ولېږل شول.
مېرمن افضلي زياته کړه چې د دغو ماشومانو په منځ کې لس نجونې او پاتې نور ټول هلکان شامل دي.
سرچينې زياته کړه: "په المان کې به د دغو ماشومانو درملنه تر هغه پورې دوام ومومي چې د دوى روغتيايي حالت ښه شي، پر دې سربېره کورنيو ته روزنه ورکول کېږي چې د خپلو ماشومانو له راستنېدو وروسته، تر بشپړې روغتيا پورې له هغوى څنګه پاملرنه وکړي."
د سرې مياشتې د خپرونو او نړيوالو اړيکو مشرې د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې دوى د ماشومانو د لېږد په لړۍ کې چا ته لومړيتوب نه ورکوي، کوم ماشوم چې په هېواد کې د درملنې وړ نه وي، له دې پرته چې د کومې کورنۍ غړى دى؛ پيسې لري او که نه، المان هېواد ته لېږل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د المان د سولې ښارګوټي ډاکټران هر کال دوه ځلې "په زمري او سلواغې" مياشتو کې د ناروغو ماشومانو د تشخيص او المان کې د درملنې لپاره د دوى د چمتووالي لپاره کابل ته راځي او د ماشومانو ټاکنه په همدوى پورې اړوند ده.
پر دې سربېره د افغاني سرې مياشتې يادې مسوولې وويل، چې پر هر ناروغ ماشوم له ٦ زرو يورو څخه تر لسو زرو پورې لګښت راځي.
هغې وويل: "تر اوسه پورې له څلورو زرو ډېر ماشومان د افغاني سرې مياشتې له لوري د سولې ياد ښارګوټي ته لېږل شوي او له درملنې وروسته بيرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي."
ورته مهال نوموړې، د هغو ٥٥ افغان ماشومانو د بيا راستنېدو په اړه چې د افغاني سرې مياشتې او المان د سولې ښارګوټي په مرسته د درملنې په موخه المان ته لېږل شوي و، خبر ورکړ.
يادې سرچينې په دې اړه چې دغه ٥٥ ماشومان د څه مودې لپاره په المان کې تر درملنې لاندې و، معلومات ورنکړل، خو ويې ويل چې ياد ماشومان ټاکل شوې د روان کال د وږي مياشتې په لومړۍ نېټه کابل ته راستانه شي.
د نيمروز ښار اوسېدونکې يوولس کلنه انيسه، د هغو ماشومانو له ډلې ده چې نن د درملنې په موخه المان هېواد ته ولېږل شوه.
هغه پژواک ته وويل چې تېر کال يې کور د راکټ د لګېدو له امله وسوځېد او په دغه پېښه کې د هغې نيم ځان هم سوځېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن