کندهار (پژواک، ٢٩زمرى ٩٤): د کندهار د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ رييسه وايي، په سوېل کې د مسلکي قابلو د شمېر له زياتېدو سره د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه ټيټه شوې ده.
ډاکټر نسرين بارکزۍ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له هغه وروسته چې په کندهار کې د سوېل په کچه د روغتيايي زده کړو انسټيټيوټ پرانيستل شوى او لسګونه قابلې يې په مسلکي توګه روزلي، د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه هم ټيټه شوې ده.
هغې زياته کړه، په تېرو کلونو کې يوه سروې شوې وه چې له مخې يې په سوېل کې د زېږون پر مهال د هرو ١٠٠ زره اميدوارو مېرمنو له ډلې څخه ١٦٠٠ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو په دې اړه شوې وروستۍ سروې ښيي چې دغه کچه اوس ٣٢٧ ته را ټيټه شوې ده.
نوموړې د ميندو د مړينې د کمېدو لامل هغه شاوخوا ٢٠٠ قابلې ښيي چې په نهو بېلابېلو پړاوونو کې له ياد انسټيټوټ څخه فارغې شوې دي.
دا وايي، يادې قابلې د کندهار په ګډون د سوېلي زون له بېلابېلو ولايتونو څخه دغه انسټيټيوټ ته راغلې وې او د دوو- دوو کلونو په موده کې يې د قابله ګۍ معياري زده کړې ترلاسه کړې دي.
هغې زياته کړه، د روزل شوو قابلو په مټ په سوېل او په ځانګړي ډول په کندهار کې د مور او ماشوم ژوند تر ډېره خوندي شوى؛ ځکه دغه قابلې د خپلو سيمو په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
ډاکټر بارکزۍ وويل، همدا اوس د کندهار د روغتيايي زده کړو په انسټيټيوټ کې سلګونه ښځينه او نارينه محصلين د قابلګۍ، نرسنګ، فارمسي او لابراتوار په برخو کې پر زده کړو بوخت دي.
د دې په خبره، د دغه انسټيټيوټ په بېلابېلو برخو کې د ښځينه او نارينه محصلينو د روزنې له لارې به د سوېلي ولايتونو په ليرې پرتو سيمو کې په تدريجي توګه نه يوازې د روغتيايي کارکوونکو د کمښت ستونزه هواره شي بلکې روغتيايي خدمات به پراخ شي.
هغې زياته کړه ، تر ټولو ډېره هڅه يې دا ده چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه صفر ته راټيټه کړي.
ډاکټر نسرين وايي، په کندهار کې د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د سوېل په کچه فعاليت تر سره کوي، چې د ټولو ولايتونو نارينه او ښځينه زده کوونکي د کانکور له ازموينې وروسته دغلته روغتيايي زده کړې تر لاسه کولاى شي.
هغې په ځانګړې توګه د کندهار، هلمند، زابل او روزګان له نجونو څخه غوښتنه کوي چې د کانکور ازموينې له لارې په دغه انسټيټيوټ کې د قابله ګۍ او نرسنګ په برخو کې زده کړې وکړي، تر څو د ښځينه روغتيايي کارکوونکو شمېره پورته شي او په دې توګه دغه تشه ډکه شي.
نوموړې وايي، د کندهار د روغتيايي علموو انسټيټيوټ د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې فعاليت پيل کړ چې ډېر کلونه يې يوازې د نرسنګ په برخه کې محصلين روزل، خو د جګړې پر مهال د څو پرله پسې کلونو لپاره غيرفعال پاتې شو، خو په ١٣٧٩ کال کې د يونسيف او "ډبليو اچ او" سازمانونو له خوا بيا فعال شو.
دا وايي، دغه مرکز ته په ٢٠٠٠ مېلادي کال کې د روغتيايي انسټيټيوټ نوم ورکړل شو او په دې سره يې د فعاليت ساحه پراخه شوه، چې تر اوسه په کې په څلورو روغتيايي څانګو کې سلګونه ښځې او نارينه روزل شوي دي.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټيوټ ودانۍ د ٢،٧ ميليونه ډالرو په لګښت د امريکا د متحده ايالاتو د نظامي څانګې د Civilians Emergency Response Program په مالي لګښت درې کاله مخکې جوړه شوه.
دغه ودانۍ په دوه پوړه کې جوړه شوې، چې ٢٠ درسي خونې، په دووه بېلو بېلو بلاکونو کې د نجونو او هلکانو د ليليې ٦٠ خونې، اداري خونې، د غونډو هال، د خوراک سالون، پخلنځى، جومات، کانټين او نور لري.
په دغه مرکز کې په يوه وخت ٦٠٠ تنه نارينه او ښځينه زده کړې کولى شي او په کتابتون کې يې تر ٤٠٠ محصلين مطالعه کولى شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










