کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤): حکومتي چارواکو ورزش سياسي کړى او که د لوبغاړو ترمنځ اختلافات لرې نه شي، د ورزش په ډګر کې به د څه باندې يوې لسيزې لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي او د افغانستان ورزش به نړيوال حيثيت له لاسه ورکړي.
تېره ورځ د يو شمېر ورزشي فدراسيونونو د رييسانو د ټاکنو په پايله کې ظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو، خو تېره اوونۍ بيا د يو لړ ټاکنو په ترڅ کې د ښکلا اندام فدراسيون مشر باور هوتک د دې رياست سرپرست په توګه معرفي شو.
د اولمپيک ملي کمېټې رياست د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره، سيد رحمن يورش او روبينا جلالي هم نوماندان وو.
په دې ټاکنو کې باور هوتک لومړى مرستيال او رحيم يوسفي مشهور په رحيم کانګفو دويم مرستيال معرفي شول، خو فهيم هاشمي دا ټاکنې ناقانونه وبللې او ځان د اولمپيک ملي کمېټې رييس په توګه پېژني.
د ورزشي چارو کارپوه شهزاده مسعود پر اوسني وضعيت نيوکه وکړه او وايي، ورزش په دې وروستيو کې د سياسي کېدو خوا روان دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "پخوا ورزشي اداره له سياست څخه لرې وه، خو له بده مرغه حکومتي چارواکو ورزش هم سياسي کړ، چې دا کار د ورزش په زيان دى."
د کرکټ بورډ پخواني مشر او د قبايلو په چارو کې د پخواني ولسمشر سلاکار زياته کړه، ورزش په تېرو ١٤ کلونو کې د پام وړ او که ښې لاس ته راوړنې لري او دا وضعيت دوام ومومي، ټولې لاسه ته راوړنې به له منځه ولاړې شي.
ياد کارپوه د دې مطلب په څرګندولو سره چې لوبغاړې له دې وضعيت څخه ناخوښ دي او پر روحيه يې ناوړه اغېزه ښندلې ده، زياته کړه: "که غواړئ چې ورزش لاس ته راوړنې ولري، اجازه دې ورکړي چې ورزش غير سياسي وي او کار وړ کسانو ته وسپارل شي."
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تېرې ورځې ټاکنې له قانون سره سمې تر سره شوې؟ څه ونه ويل، خو روښانه يې کړه: "په دې وروستيو کې فدارسيونونه بې پرې نه دي، چې دا کار په رښتيا د اندېښنې وړ دى، که ټاکنې ترسره کېږي، بايد د فوټبال نړيوال فدراسيون "فيفا" او د اولمپيک ملي کمېټې له قوانينو سره سم په لار واچول شي."
هغه وايي، که په دې برخه کې اړين ګامونه وانه خيستل شي او د لوبغاړو تر منځ ستونزه هواره نه شي، د افغانستان ورز ش به د نړۍ په کچه باور له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ظاهر اغبر د تېرې ورځې ټاکنې قانوني وبللې او وايي: "د دې ټاکنو سارى د سيمې په کچه نه و او دا مهال د اسيايي شورا د غبرګون په تمه يو."
اغبر پژواک ته وويل، د پرون په ټاکنو کې ٥٣ فدارسيونونو شتون درلود، چې نوموړى د زياتو رايو په ترلاسه کولو د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو.
هغه وويل، دې څوکۍ ته يې لېوالتيا نه درلوده، خو د هېواد ورزشي ټولنې په يوه خوله ترې غوښتنه وکړه، چې بېرته دې راشي او ورزش ته دې د خدمت جوګه شي.
اغبر چې په ١٣٨٨ کال د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وګومارل شو او پنځه کاله يې دا دنده ترسره کړه، د اسيايي اولمپيک شورا د نه شتون په اړه يې وويل، چې د اسيا اولمپيک کمېټه کومه ځانګړې شورا نه ده، چې د افغانستان ورزش برخليک دې په خپل زړه و ټاکي، دا تصميم د هېواد د ورزشکارانو په لاس کې دى.
خو فهيم هاشمي، چې ځان د اولمپيک ملي کمېټې مشر بولي، وايي چې د ټولو فدراسيونونو مشرانو او د اسيايي اولمپيک کمېټې شورا استازي شتون په ټاکنو کې اړين دى.
د هغه په وينا، هغوى له دې ټاکنو خبر نه وو، يواځې د څو تنو نامسوولو کسانو چې ورزشکاران او روزونکي وو، له خوا ترسره شوي دي.
هاشمې ټينګار وکړ: "زه د اولمپيک ملي کمېټې برحاله مشر يم او يو نيم کال وړاندې چې کومې ټاکنې ترسره شوې، پر دې څوکۍ د څلورو کلونو لپاره وټاکل شوم."
هغه همداراز وويل، د تېرې ورځې په ټاکنو کې داسې کسانو برخه اخيستې وه، چې د کار نه کولو او د فساد دوسيو د درلودو له کبله منفک شوي وو.
هغه وويل، دې کسانو دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنو له لارې باور هوتک د اولمپيک ملي کمېټې د سرپرست په توګه وټاکه.
د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال دادمحمد پاينده اختري، چې په دې وروستيو کې د اولمپيک ملي کمېټې د سرپرست په توګه د باور هوتک د ټاکلو په اعتراض کې يې په رسمي ډول استعفا ورکړه، وايي چې پرونۍ ټاکنې هم ناقانونه وې.
خو رحيم يوسفي، چې تېره ورځ د اولمپيک ملي کمېټې د دويم مرستيال په توګه وټاکل شو، وايي چې فهيم هاشمي لرې شوى او له دې وروسته هېڅ مشروعيت نه لري.
هغه وويل، په ټاکنو کې د بورډ غړو د ګډون ترڅنګ، د اولمپيک او غير اولمپيک ٤٨ فدراسيونونو برخه درلوده، چې د زياتو رايو له لارې ظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکه.
يوسفي زياته کړه، هغوى مخکې د اولمپيک اسيايي شورا سره اړيکه نيولې وه، د اولمپيک اسيايي شورا د ټاکنو ترسره کولو اجازه يې هم تر لاسه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې پخوا هم يو شمېر ورزشکارانو او د فدراسيونونو مشرانو له هاشمې سره مخالفت کړى وو او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې کړې وه، خو د اولمپيک ملي کمېټې مشر د کوم چا نوم له اخيستو پرته ويلي و، چې دا ورزشکاران د يو شمېر کسانو له لوري راپارول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










