کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٤): د افغانستان د موى تاى لوبغاړو په تايلينډ کې د نړيوالو سياليو په ترڅ کې وروستي پړاو ته لار پيدا کړه.
د افغانستان د موى تاى فدراسيون له خوا د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د دغو سياليو په لړ کې افغان لوبغاړو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
سرچينې زياته کړې چې افغان لوبغاړي ابراهيم حيدري په ٤٨ کيلوګرامه وزن کې خپل هندوستاني او قزاقستاني سيالانو ته ماتې ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې حيدري به سبا د دې سياليو په وروستي پړاو کې له خپل هانکانګي سيال سره لوبه کوي.
سرچينه زياتوي چې بل افغان لوبغاړي عبدالله اميري په ٥١ کيلوګرامه وزن کې خپل ترکي او هانکانګي سيالانو ته ماتې ورکړه.
د خبرپاڼې په حواله، اميري به سبا د دې سياليو په وروستي پړاو کې له خپل اندونيزيايي سيال سره لوبه کوي.
دغه راز سرچينه ليکي چې بل افغان لوبغاړي محمديوسف جهانګير په ٥٧ کيلو ګرامه وزن کې خپل سويزرلنډي، ترکيي، امريکايي او جاپاني سيالانو ته ماتې ورکړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جهانګير به د دې سياليو په وروستي پړاو کې له خپل فرانسوي سيال سره لوبه کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان بل لوبغاړى جواد غلجايي په ٦٣ کيلو ګرامه وزن کې په وروستي پړاو کې له خپل ازبکستاني سيال سره لوبه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










