خوست ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): په خوست کې د چنار په نوم د کرکټ شل اوريزې سيالۍ چې د هېواد پر يو شمېر ولايتونو سربېره د خيبر پښتونخوا لوبډلې هم په کې ګډون کړی و، د خوست شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ دغه سيالۍ د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د يو شمېر ملي پانګوالو له لوري په نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي کې څو ورځې مخکې پيل شوې وې.
د يادو سياليو تظيموونکي وايي چې د لوبو د نندارې لپاره هره ورځ زرګونه کسان لوبغالي ته ورتلل، خو پرون له غرمې وروسته د پايلوبې لپاره تر ۲۰ زره زيات کسان په لوبغالي کې راټول شوي وو.
د يادو سياليو يوه لوبڅار محمدشاه فضل يار وايي، پايلوبې ته د خوست شاهين او خوست بادشاه لوبډلو لار ومونده چې په پايله کې يې د خوست شاهين لوبډلې اتلولي خپله کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د خوست شاهين لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شلو اورونو کې ۱۶۱ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف ورکړ.
نوموړي زياته کړه: ((د خوست د بادشاه لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵،۱ اورونو کې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل او لوبه يې بايلوده)).
د يادو سياليو يوه سمبالګر محمدخان پژواک ژانس ته وويل چې په دې شل اوريزو لوبو کې د خوست د دريو لوبډلو په ګډون د لوګر، بلخ او خيبر پښتونخوا لوبډلو ګډون درلود.
نوموړي زياته کړه، له دغو سياليو يې موخه د هېواد په کچه د ځوانو لوبغاړو د ښې روزنې او په خپلو منځو کې د تجربو د شريکولو لپاره د زمينې برابرول وو.
محمد خان وويل: ((موږ وغوښتل چې کرکټ نور پرمختګ هم وکړي. ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو ته ځوان لوبغاړي ور وپېژندل شي او دوی معياري کرکټ زده کړي.))
د افغانستان د الف لوبډلې لوبغاړي نورالحق ملکزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې پر يوه معياري لوبغالي د هېواد د کرکټ لوبغاړو ته د لوبو کولو زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه: ((د کرکټ بورډ له ادارې او دغه راز له پانګوالو څخه مو غوښتنه دا ده، چې په هېواد کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره نور اړين ګامونه هم پورته کړي.))
د دغو سياليو يو ننداره کوونکى صديق الله وايي چې د دې ډول سياليو په جوړېدو سره به هغه ځوان لوبغاړي راجوت شي چې د کرکټ په برخه کې ځانګړي استعدادونه لري.
ده پژواک اژانس ته وويل: ((د ځوانو لوبغاړو هغه ارمان اوس پوره کېږي، چې په شنه چمن کې يې د لوبې په اړه لري. دوی به د معياري کرکټ په برخه کې ډېر څه زده کړي)).
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې په خصوصي توګه د کرکټ سيالۍ په لاره اچول په هېواد کې ددې لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ خصوصي سکتور سره په دې برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دى.
د يادونې ده، خوست د هېواد د هغو ولايتونو په ډله کې راځي، چې خلک يې د کرکټ له لوبې سره زياته مينه لري او دغه راز پر ملي لوبډلې سربېره، په الف او ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلو کې هم لوبغاړي لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










