Language

خوست کې د کرکټ سيالۍ په انځورونو کې

خوست ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): په خوست کې د چنار په نوم د کرکټ شل اوريزې سيالۍ چې د هېواد پر يو شمېر ولايتونو سربېره د خيبر پښتونخوا لوبډلې هم په کې ګډون کړی و، د خوست شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو تظيموونکي وايي چې د لوبو د نندارې لپاره هره ورځ زرګونه کسان لوبغالي ته ورتلل، خو پرون له غرمې وروسته د پايلوبې لپاره تر ۲۰ زره زيات کسان په لوبغالي کې راټول شوي وو.

دا لومړى ځل دى چې په خوست کې په خصوصي توګه د کرکټ سيالۍ په لاره اچول شوى او دومره ډېر مينه وال ته راغلي وو

د دغو سياليو يو ننداره کوونکى صديق الله وايي چې د دې ډول سياليو په جوړېدو سره به هغه ځوان لوبغاړي راجوت شي چې د کرکټ په برخه کې ځانګړي استعدادونه لري.

ددې سياليو پر مهال د منيه والو شوق او ولوله د ليدلو وه، هيڅ ډول امنيتي پېښه رامنځته نه شوه او په ښه توګه پاى ته ورسېدې.